جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاخلاقي :له افغانستانه د افغانانو د کډوال کېدو اصلي عاملین طالبان دي

اخلاقي :له افغانستانه د افغانانو د کډوال کېدو اصلي عاملین طالبان دي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲)  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي وايي، له افغانستانه د ځېنو افغانانو وتل چې نورو هېوادونو ته کډوال شوي اصلي عاملین یې وسلوال طالبان دي.

د نوموړي اشاره هغو افغان کډوالو ته ده چې دې وروستیو کې یې په هندوستان هېواد کې د نورو هېوادونو د تګ لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته د پنا اخېستنې نوم لېکنې کړي او هلته د ژوند بې سرنوشته شپې ورځې سبا کوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د یادو افغان کډوالو ستونزو ته د حل لاره لټوي.

په هندوستان کې دغه مېشت افغانان د زده کړو له بې برخيتوب او وزګارتيا په څېر له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي وايي، د دغو افغانانو د ستونزو د حل لپاره نږدې راتلونکې کې یو پلاوی هندوستان ته لېږل کېږي.

د کډوالو وزیر وايي، افغانان نورو هېوادونو کې هم له ستونزو سره مخ دي چې وزارت یې د حل لپاره اقدامات تر لاس لاندې لري.

هغه وايی، له یو شمېر هېوادنو سره د افغانانو د جذب په خاطر هوکړه لیکونو هم په پام کې نېول شوي دي.

ښاغلي اخلاقي له افغانستانه د افغانانو وتل اصلي عاملین طالبان یاد کړل، خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دغه چاره خپله افغان حکومت پیل کړې، څو د خلکو ذهنونه خراب کړي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال ۲ میلیونه او ۴۵۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې او ۲ میلیونه او ۴۷۰ زره کډوال په ایران کې مېشت دي چې دې کې شااوخوا یو میلیون پاکستان کې او له یو میلیون کم په ایران کې د استوکنې رسمي اسناد لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی او نا امني هغه څه دي چې د دغو افغانانو بیا راتک یې هېواد ته سخت کړی، خو د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې شااوخوا ۶۷۶ افغانان په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب