جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې امنیتي ادارې د امنیت په برابرولو کې ناکامې بللي

ولسي جرګې امنیتي ادارې د امنیت په برابرولو کې ناکامې بللي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د ولسي جرګې ځینو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد په تېره بیا په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي.

د ولسي جرګې غړو پر امنیتي ادارو په تېره د ولسمشر پر لومړي مرستیال نیوکه کړې چې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دي.

د ولسي جرګې غړی خالد اسد د امتیازي ساعت په ناسته کې وویلې چې ناپېژانده وسله وال هره ورځ په کابل ښار کې بریدونه کوي او د ځوانانو ژوند اخلي خو حکومت نه بینا سترګې لري او نه هم اورېدونکي غوږونه.

نوموړي د ولسمشر له لومړي مرستیال وغوښتل چې ژر تر ژره دې د د ولس غږ واوري ا و امنیت دې تامین کړي.

نوموړی له حکومت نه غوښتنه کې  چې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې دې بې پروايي نه کوي.

ولسي جرګه داسې مهال په هېواد کې د نا امنیو په مهار کې امنیتي مسوولان ناکام بولي چې تازه نن سهار د کابل ښار په چاودنه کې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې امر وژل شوی دی.

په دې پېښه کې د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي.

تر اوسه کومې ډلې ددې پېښې مسوولیت نه دی منلی او نه هم امنیتي ادارو په دې اړه نور جزیات خپاره کړي دي.

1 COMMENT

  1. خبرې کول او انتقاد کول خورا آسانه کار دی. د اشرافو د جرګې غړي لسګونه امنیتي پرسونل او هر ډول معاشونه او امتیازات لري . هغه متل دی دوی د مړې ګېدې پاړسو غږوي . دوی یوځل بیا غواړي د 1990 کلونو ملوک الطوایفي ، ګډوډي ، چور او چپاول تجربه کړي . ستاسو دا بې نظمي ، د دولت پرضد پروپاګند د حرکت محسني او حزب وحشت اسلامي تاریخي جنایتونو ته زمینه برابروي . بیا به د ژوندیو انسانانو په سرونو مېخونه ټکوهل کیږي . د ښځو تي به پرې کوي او رقص مرده ها او د شفیع دیوانه شکنجو ته به ګډیږي.
    هغوی چې کار کوي باید وستایل شي، زمونږ امنیتي ارګانونه هره ورځ د وطن اوافغانانو د ژوند د ساتلو لپاره قرباني ورکوي . تاسو که رښتیا ملي روحیه لرئ ، د هغوی ترڅنګ ودرېږئ . افغانان ملي اتفاق او یوالي ته را وبولئ ، خپلو ملي امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب