جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: القاعده عملاً د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي

امرالله صالح: القاعده عملاً د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۲)  د افغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وسلوال طالبان لا هم له القاعده ډلې سره پراخه اړېکې لري او په افغانستان کې یې جنګیالي په ګډه جګړه مخ ته بیایي.

لومړي مرستیال له فرانس ۲۴ ټلوېزیون ته په یوه مرکه کې ویلي چې القاعده عملاً د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي او خپلو کې ګډې همکارۍ لري.

د ښاغلي صالح په وینا: « د القاعدې درې مشران په نومبر کې له‌منځه یوړل شول دا له هغې ژمنې څو میاشتې وروسته وه چې طالبانو له نړیوالو ترهګریزو شبکو د جلا کېدو په خاطر سپارلې وه. همدارنګه ملګرو ملتونو اټکل کړی دا اوس چې زه له تاسو سره غږېږم لږ تر لږه ۵۰۰ بهرني ترهګر چې اکثر له القاعده سره تړلي دي د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي»

نوموړي دا خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه راپور پر بنسټ چې د فبروري په درېیمه خپور شوی کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر القاعدې، داعش او په هغې پورې د تړلو ډلو په اړه د تحلیل او د تعزيراتو څخه د نظارت کمېټې په خپل راپور کې ویلي چې طالبان او القاعده اړیکې لري او په بدخشان، غزني، هلمند، خوست،کونړ،کندز، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا او زابل کې د القاعدې او ورسره تړلي ۲۰۰ تر ۵۰۰ کسان فعالیت لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې راپور خپریدو تود هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د ننګرهار ولایت لپاره د القاعدې د جلب او جذب د مسؤل د نیولو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د سید اکرام په نوم د القاعده نیول شوی غړی دوه میاشتې مخکې له سعودي عربستان ننګرهار ته راغلی و.

د امریکا متحده ایالاتو نوې ادارې هم ویلي چې له وسلوالو طالبانو سره په دوحه کې ترسره شوې تړون به له سره وارزوي او ګوري چې دې ډلې له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو په شمول په خپلو ژمنو وفا کړې که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب