Home+هوتک له برازیلي سیال سره مخامخېږي

هوتک له برازیلي سیال سره مخامخېږي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د آزادو سیالیو تکړه افغان مبارز لوبغاړی احمد ولي هوتک له خپل برازیلي سیال باربوسا سره سبا پنج شنبه لوبه ترسره کوي.

ولي هوتک په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، دا لوبه پنج شنبه د شپې په ۷ بجو د کابل په غازي لوبغالي کې ترسره کېږي.

هوتک دې لوبې ته د پوره چمتووالي ډاډ ورکوي او وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې دې لوبې ته يې چمتووالی پيل کړي او هیله لري چې بریالی به هم شي.

هوتک وایي د لوبې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي او له افغانانو یې هيله وکړه چې، ده لپاره د بریا دعا وکړي.

هغه ډاډ ورکړی چې د عامو افغانانو په دعاوو سره به خپل برازیلي سیال ته ماته ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...