جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+علم او فلسفه د توپیر په هېنداره کې

علم او فلسفه د توپیر په هېنداره کې

لیکوال: فهیم لمر

په علمي ډګر کې په کراتو او کراتو به له دغو دوو لفظونو سره مخ شوي یاست علم اوفلسفه. د دې دوه وو پدیدو په هکله دې مختلفو فکري ابعادو په ړنا کې بېلا بېل استدلالونه وړاندې شوي دی. له دې نه مخ کې چې موږ د دې دوه و پدیدو توپیر ته ولاړ شو اول به د دې دوه وو لفظونو په مانا او مفهوم ځان پوه کړو.

ـ۱ علم 

د علم لومړنۍ او تر ډېره زیاته کاریدونکې مانا پوهېدل دي. نو کله چې موږ دې یوې ټاکلې موضوع په هکله معلومات او پوهه ولرو؛ دا په دې مانا چې د دې موضوع په هکله موږ علم لرو. او یا ویلی شو چې د دې موضوع په هکله عالم یو. 

په عمومي ډول دې علم لپاره دوي مانا وي کارېدنکې دي. په لومړۍ مانا کې دې علم حدود پراخه دي او مختلف مدارونه په کې څرخیږی. چې په انګریزی کې بیا دي knowledge لفظ ورته کاريږي. په دې مانا کې علم دې جهل ضد په مانا کارول کيږي. تاریخ، فلسفه، نجوم، منطق، ریاضیات، ټولنپوهنه، دین پیژندنه او داسې نورعلوم په دې مانا پورې تړلي دي. په لومړۍ مانا کې؛ دې علم دې مانا منشا دې انسان دې پیدایښت سره په موازي ډول اړیکه لري.

په دوهمه مانا بیا علم یوازې هغو پدیدو ته تړلی دی، چې په تجروبې ډول دې ازمایښت وړتیا ولري. یعني یوازې هغه مسایل علمی دې او په علم پورې تړاو لري چې انسان یې دې ازمایښت اوحسول وړتیا ولري او پرته له دي نه نور مسایل دې علم له دایرې څه بهر ایستل شوی دي. چې په انګریزی ګې بیا دې ته دې Science لفظ کارول کېږي. دې علم دا مانا بیا له رنسانس څخه ورسته زمانې څخه منشا اخلي.

-۲ فلسفه 

فلسفه خپله دې علم یوه برخه ده او تر ډېره وخته دې علم سره په مترادف ډول کارېده. خو په فلسفه کې بیا حدود پراخه شوي دي، او یوازي تجروبي علومو ته مختص شوې نه ده. ځينې بیا دا هم وایې چې تجروبي علوم دې وخت په درشل کې په تدریجې ډول له فلسفې څخه بېل شوي دي. او دا فلسفه وه چې دې نورو علوم دې پرختیا لامل شوه. او ډېر فیلسوفان یې وزیږول.

دې فلسفې لفظ دې یوناني لفظ PHILIEN چې دې یوه شي دې خوښولو مانا ورکوي. او دې SOPHIA له لفظ څخه چې دې پوهې او عقل په مانا دی په ګډه مشتق شوی دی. او فلسفه له دي نه بحث کړي چې یو چیز  ولې، څه وخت او په څه ډول منځ ته راغل دی. یعنې دې شیانو دې ‌ذات ارزونه کړي، ترڅو دې انسان لپاره یوه ښه هدف او دې پوهې لارې پرانیستي شي.

او دې فلسفه په ویښ کې بیا په نظري او عملي برخو ویښل شوې ده. نظري د الهیات او ریاضیاتو څخه بحث کړي. دې ریاضیات او الهیاتو پرته نور موضوعات او علوم بیا په عملي فلسفې کې څرخیږي.

په یو بل وېش کې دې ارسطو له نظره فلسفه بیا په عملي حکمت اونظري حکمت وېشل شوې ده. چې نظري حکمت بیا پر دریو نورو برخو ويشل شوی دی. طبیعي حکمت، ریاضيات، او مابعدالطبیعي حکمت یا میتافیزیک. او په همدې ډول عملي حکمت هم په دریو برخو وېشل شوی دی؛ اخلاق، تدبیر منزل او سیاست.

دې علم او فلسفې توپیر

  • هغه مسایل چې له فلسفي بحثونه څخه منشا اخلي فرضي دي او هغه مسایل چې بیا له علمي بحثونو څخه منشا اخلي یقني یا تجروبي دي. خو دا په یاد ولرئ هغه شیان چې تجروبي نه دي په دې مانا نه ده چې علمي نه دي. کېدای شي انسان تراوسه هغه وړتیا و نه لري او یا هغې کچې ته نه وي رسېدلی ترڅو هغه ثابت کړي او تجروبي بحث ته یې ورداخل کړي.

 

  • علمي مسایل په پوره مانا دې انسان عقل ته ځواب ورکولي شې او دې شک پردې له منځه وړي خو فلسفي مسایل بیا په پوره مانا دې انسان ذهن او عقل نشي قانع کولي او دې انسان په ذهن کې دې بیلابیلو سوالونو دې پنځونې لامل ګرځي. چې انسان دې ته اړ کوي ترڅو دې هغو دې مانا په لټه کې شي.

 

  • دې علم ډایره تړلې او محدوده ده او له هغو څخه بهر دې تلو امکان سخت دي. خو دې فلسفې دایره پراخه ده او په اسانۍ کولی شو ورڅخه بهر شو. او په هرا خوا چې زموږ ذهن یې دې الوتلو مجال لري والوزي.
  • علم دې څه چې باید وي په لټه کې نه دی، څه چې دي هغه لټوي. او دې څرنګه سوال ته ځواب لټوي. اما فلسفه بیا دې ولې سوال ټه ځواب پیدا کوي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    لمر صاحب ښه موضوع او ډېره پراخه سرليکونه ( پوهه او حکمت ) ټاکلې
    د میرویس خان واصلي صاحب د املايي غلطیو په باب نیوکه هم پر ځای ده مګر دومره نه دي چې له لوستلو سړی راوګرځوي !، که هغه غلطیانې ېې ورته اصلاح کړې وای هم خرما هم صواب به وای ، په هر حال
    زه فکر کوم لکه مشهوره مقوله ده چې( فلسفه یا حکمت ) د علومو یا پوهنو مور ده .
    او زما پر تیوري ! ریاضیات یا ماتیماټیکس ېې پلار دی!
    بیا دا نور علوم ېې چې طبيعي (نچرل) ، او اجتماعي =ټولنيز (سوسیال) دي د دوی بچيیانو غوندې دي…
    لاکن د دين پوهنه (ریلیژین ) د دې ټولو مجموعه په بر کښې نيسي په ځانګړې ډول د اسلام مبارک دين چې له آدمه تر دې دمه دوام لري .
    همدا رنګه په ڼنۍ نړۍ کې د سایکالوجي =روان پوهنې ؛ او کمپیوټر څخه هم سترګې نه شو پټولی.
    له توجه څخه مو مڼنه.

  2. زما په اند:
    په رښتیا د علم او فلسفی موضع پوهیدنه، ډیره اړینه ده غلم په خپل ځای او فلسفه په خپل ځای او چاپیریلا کی ارزښت، اهمیت او انسانانو ته ګټی لری.
    مګر زمونږ د شرفیانو یو ستونزه دا ده چه هر څه له اروبایانو زده کوو ، که اروپایانو راته وویل چه عیسی ع د خدای زوی دی بیا د دی پسی نه ګرځو چه د عیسی ع او د خدای ماهیت او تعریف وپیژنو تر دوه دری بیلونه زیات انسانان یی په دغه عقیده مجبوره کړی ځکه چه د اروپایانو وینا ده. او د اروپایانو اروبا بیا ایتالیا او یونان دی چه یو بل ته پاس او شوټ ورکوی او او به ځانګړی ډول سقراط ، افلاطون او ارسطو په شان فیلوسفانو چه هر څه وویل ایتالویان، اروبایان او امریکایان یی د پیغمبرانو په کچه او اهمیت ورته قایل دی او مونږ ته چه رارسیږی تر خدایانو هم اوښتی راته ښکاریږ
    اصل موضع:
    د پورته لیکنی له تعریف څخه چه د فلسفی دپاره د یونان سفراط، افلاطون او ارسطو کړی فرمایی چه لمړی برخه یی د خوښولو او دوهمه برخه یی د پوهی او عقل معنی کړی یعنی د پوهی او یا عقل خوښونه. همدغه تعریف د فلسفی د عملی بڼی سره سمون نه لری یعنی دا فلسفی د پاره دا غلط تعریف دی ، دا سمه ده چه دا لغت به یونانیانو غوره کړی وی ویلای شو چه غلط یی د هغه ماهیت د پاره کارولی کومه ته چه فلسفه وایی.
    زما په اند :
    دلمړ صاحب دا خبره سمه ده چه علم په دوه ډوله ، یو یی ځانګړتیا یا اختصاصی ( sceinse ) او بل یی عمومیت لری یا عامه پوهونی( knoldge ) دی. او به دغه عامه پوهاوی کی د فلسفی شاملول د منلو ده.
    مګر فلسفه د ساینس ، سیاست، اجتماعی او داسی نورو علومو ابتدایی اړخ تشکیلوی د یو شی په اړه ابتدایی نظریات ورکول د فلسفی پوری تړاو لری ، د مثال په ډول د زمکی د ګرځیدو یا نه ګرځیدو په اړه د وخت پوهانو جلا جلا نظریات ورکړی چه ځینی اصلی خبری ته ډیر نزدی او ځینی ډیر لیری او ځینی بیا بین البین وی یا د سپوږمی او لمر او داسی نورو ستورو او حتی د ټولو کایناتو او حتی د مادی په پیدایښت هر چا نظریات ورکړی او دست داشته دلایل یی پکی ویلی خو کله دغه دلایل منفی او کله مثبت او کله منځ کوره وی کله چه د دغه دلایلو مثبت او یا منفی بودن په ډاګه کیږی هغه فرضیه له فلسفی خارجه او تجربوی علم یا منل شوی علم کی داخلیږی.
    بل مثال داروین وایی چه انسان د تنازع البقا او تکامل د دلایلو له مخی له یو ډول شادو رامنځته شوی دا نظریه د څه وخت د پاره د منلو وړ وه مګر نن هماغه د اروپا او امریکا ساینس دانان ورته د غلطو نظریاتو نوم ورکوی او د هغه د دلایلو پوری خاندی.
    مګر د لمړ صاحب د یوه لغت کارولو سره توافق نه لرم چه الهیات او ریاضیات یی د فلسفی برخه کړی نه ریاضیات د فلسفی برخه او نه الهیات ،دا دواړه نظریات نه دی او نه نظریات الهیات دی هو که انسانی ادیان پکی راوستل شی د منلو وړ مګر اسمانی ادیان نه دی. خالق مخلوق نفی کولای شی مګر مخلوق خالق نه شی نفی کولای .
    دا لوی بحث او ډیر معلومات او دلایلو پوری اړه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب