جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا په افغانستان کې هدفي بریدونه د اندېښنې وړ بللي

برېتانیا په افغانستان کې هدفي بریدونه د اندېښنې وړ بللي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۲) په کابل کې د برېتانیا سفیرې الیسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی او هدفي بریدونه د اندېښنې وړ بللي.

بلېک ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

نوموړې زیاتوي چې  په کابل او نورو ښارونو کې هدفي بریدونه او روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید ژر یې مخه ونیول شي.

د برېتانیا سفیرې یوځل بیا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړ ي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیاری ښودلی دی.

په ورته مهال په دې لیدنه کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جګړې د ختمولو او افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې د برېتانیا رول مهم بللی  او له دغه هېواد یې غوښتي چې، په دې برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.

برېتانیا داسې مهال په افغانستان کې پر هدفي وژنو او تاوتریخوالي اندېښنه ښيي چې، په دې وروستیو کې د هېواد په لویو ښارونو کې هر سهار په بمي چاودنو او هدفي وژنو پيلېږي.

عام خلک هم له اړونده ادارو په دې برخه کې د جدي اقداماتوغوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. حیرانونکی ده، همدا کوی همدا .
    همدا وژنی د کابل د اداری له خوا او د اشغلګرو هیوادو د بلیک واتر ، استخباراتو او داعش له خوا تر سره کیږی لکه د عبدالباقی امین ، عاطف، مژده ، هغه مولوی صاحبان ، حقیار او مطمن په شان خلکو باندی بریدونه مونږ څرنګه د طالبانو په پوری وتړو حتی په پوهنتون باندی برید د سیاوش د خور د وزنی د پاره چه هغه باید ووژل شی ترسره شوی دری څلور، پنځه او شبږ مثالونه چه په ګوته شول د کابل د اداری له خوا او د کابل اداره د همدغه برطانیان او امریکا له خوا کینول شوی، تمویل ، تجهیز او قومانده ورکول کیږی دغه ډول وژنی د طالبانو د پاره ستونزمن کار دی او طالبان دومره خره هم نه دی چه د خپلو کسانو پسی دننه ښار ته راځی او وژنی دا په کوم کتاب کی راغلی حتی که ملګری یی هم نه خنثی حالت کی هم طالبان نه وژنی که داسی خلک وژنی هماغلته یی بانډو یا سرکو به غاړه نه وژنی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب