جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: بایډن باید د افغانستان په اړه چټکه پرېکړه وکړي

واشنګټن پوسټ: بایډن باید د افغانستان په اړه چټکه پرېکړه وکړي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۲) واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کې په افغانستان کې روانو خونړیو پېښو او ډېرېدونکو ګواښونو ته کتنه کړې ده.

دغه ورځپاڼې ویلي د بایډن ادارې ته په کار د چې ژر تر ژره د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د سرچینې په خبره افغانستان دمګړی له نامعلوم وضعیت سره مخ دی او هره ورځ په دغه هېواد کې هدفي بریدونه او تاوتریخوالی د لسګونه کسانو ژوند اخلي نو له همدې امله په کار ده چې د بایډن اداره د افغانستان په اړه ژر تر ژره خپل دریځ اعلان کړي او په دې توګه د اوسني وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

سرچینه وایي بایډن باید په میراث وړې جګړه ختمه کړي او له معقولو لارو دې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راولي.

په ورته وخت کې د دې هېل نشریې په یوه مقاله کې د سولې بهیر او د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تحلیل کړی دی.

په دغه مقاله کې راځي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې تل د افغانستان په اړه خیالي او له واقعیتونو لرې پرېکړې کړې دي نو له همدې امله نه یوازې دا چې دغه جګړه ختمه نه شوه بلکې ورځ تر بلې ډېرېږي او لا ډېر خلک پکې وژل کېږي.

سرچینه وایي له طالبانو سره د امریکا له لوري د سرتېرو د ایستلو ژمنه کول، یوه خیالي ژمنه ده چې عملي کېدل یې امکان نه لري، ځکه لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، ښایي طالبان پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي او ورسره جوخت په دغه هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

دې هېل لیکي که امریکا په رښتیا له معقولو لارو د افغان جګړې پای ته رسول غوښتی نو دومره خیالي او له بېړې ډکې ژمنې یې نه کولې او تګلارې به یې د افغانستان او سیمې پر واقعیتونو ولاړې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب