Homeخبرونهتېر کال له کندهاره ۱۹۹ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر...

تېر کال له کندهاره ۱۹۹ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې تېر کال له دې ولایته نورو هېوادونو ته ۱۹۹ زره ټنه وچه او تازه مېوه صادره شوې ده.

دوی وايي چې د یاد ولایت مڼې، کشمش او وچ انځر پاکستان او هندوستان او همدا راز د هوايي دهلېزونو له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، سږ کال د کرونا ویروس او قرنطینونو له امله دا اندازه لږه کمه شوې ده.

د سرچېنې په وینا، روان لمریز کال کې د کرونا ویروس له اوج وروسته ۱۲۴ زره ټنه وچه او تازه مېوه له دې ولایته نورو هېوادونو ته صادره شوې ده چې د تېر کال په پرتله کموالی ښيي.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې د یاد کموالي یواځېنی علت د کرونا وبا راتګ وو او اوس چې یې ګواښ کم شوی نو حالت بېرته د ښه کېدو په لور روان دي.

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین همدا راز وايي، دوی هڅه کوي چې د کندهار د محصولاتو لپاره په کور دننه هم بازارونه پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...