Homeخبرونهدیارلس کلن عطاء الرحمن د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

دیارلس کلن عطاء الرحمن د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوره او خپلې کورنۍ ته یې وسپاره.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي  ۱۳ کلن عطاءالرحمن د ۶ ټولګي زده کوونکی دی او د اتمې ناحیې اړوند تعمیراتو سیمې څخه نن شاوخوا دولس بجې د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوی وو.

امرخېل زیاته کړه تښتول شوی ماشوم د پولیسو په مرسته ملي امنیت ځواکونو د کامې پول ته نږدې د عبدالله په نوم د تښتوونکي له منګولو وژغوره.

هغه وایي تښتوونکي یاد ماشوم په کورولا موټر کې لیږدوه .

نوموړی وایي  امنیتي ځواکونو یاد کس په ټپي حالت کې نیولی دی چې اوس ترې څېړنې روانې دي.

۱۳ کلن عطاء الرحمن وايي : « له ښوونځي نه کورته روان وم چې ناڅاپه یو کس وسلې سره ونیولم او موټر ته یې په زوره پورته کړم نور پوه نه شوم چې څنګه او چېرته مې بیایي، چېغې مې وکړې خو غږ مې چا وانه ورېده».

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې یو بل قومي مشر هم  ملي امنیت ځواکونو د تښتوونکو له منګولو ژغورلی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...