جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیول شوی

ننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیول شوی

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۰) کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت سرخ رود ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.

د یاد وزارت په وینا، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړې، چې په ترڅ کې يې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.

 دغه وزارت زیاتوي، القاعده ترورېستي شبکې له طالبانو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې ترهګریزې پېښې طرحه کولې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نړیوالو پر طالبانو هم دغه تورونه لګولي چې له القاعده شبکې سره اړیکې لري او له هغوی مالي ملاتړ کوي.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو تازه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې اوس هم د القاعده شبکې حضور پراخ دی او طالبانو هم ورسره مستقمه اړیکه لري.

دغه راز په دې راپور کې ویلي شوي چې اوس مهال په افغانستان کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعده شبکې غړي فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راپور د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وستایلي خو طالبان بیا دا تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب