شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزارت ۳ کارکوونکي د فساد په تور په بند محکوم...

د روغتیا وزارت ۳ کارکوونکي د فساد په تور په بند محکوم شول

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰ مه) د لویې څارنوالۍ مسوولان وایي چې، د اداري فساد د لویو جرمونو پر  وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په یوه علني محکمه کې د عامې روغتیا وزارت ۳ کارکوونکي د ۸۰ زره ډالرو رشوت اخیستو په تور په بند محکوم کړي دي.

لویه څارنوالي وایي  په یاو درېيو کسانو کې د مرکزي سټاک امریت سرپرست غلام سخي نظر او د مرکزي سټاک د راپورونو د رسید مدیر غلام مصطفی پر پنځو پنځو کلونو او د فني امریت معتمد احمد فواد پر درېيو کالو تنفیذي حبس محکوم شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغې محکمې دغه راز دا درې کسان حکومت ته د ۸۰ زره امریکايي ډالرو پر ورکړې هم محکوم کړي دي.

لویه څارنوالي داسې مهال دا کسان د بډو اخیستو په تور په بند محکوموي چې، له یاد وزارت څخه وخت ناوخته د فساد راپورونه ورکول کېږي.

عام خلک اوس هم پر روغتیا وزارت سختې نیوکې لري.

دوی وایي یاد وزارت کې د فساد له امله عامو خلکو ته روغتیايي خدمات سم نه چمتو کېږي.

د یادونې ده چې د ځينو سرچینو له قوله څه موده وړاندې د یاد وزارت وزیر احمد جواد عثماني هم په دې وزارت کې د فساد د شتون له امله له دندې ګوښه شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب