جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندوز کې د وريجو د پروسس برخه کې پانګونه ډېره شوې

کندوز کې د وريجو د پروسس برخه کې پانګونه ډېره شوې

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د افغانستان د  صنعت او سوداکرۍ وزارت مسوولان وایي چې په کندوز ولایت کې د وریجو د پروسس په برخه کې پانګونه ډېره شوې ده.

یاد وزارت وایي چې په دې ولایت کې د شعیب فیصل په نوم د وريجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه چې په ۱۳۸۸ لمریز کال یې  د یو ملیون ډالرو په لومړنۍ پانګونې  سره خپل فعالیت پیل کړی وه اوس یې خپله پانګونه ۵ میلیونو ډالرو ته لوړه کړې ده.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې دا فابریکه په یوه ورځ کې ۱۴۰ ټنو وریجې پروسس او بسته بندي کوي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز په دې فابریکه کې د کندز ولایت۲۲۰ تنو اوسیدونکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايې،د وريجو یاده فابریکه خپل محصولات د کندز ولایت سربیره ګاونډیو ولایتونو کې هم پلوري او ګاونډي هیواد تاجکستان ته يې هم صادروي.

کندز  په شمال ختیځ کې یو له هغه ولایتونو څخه دی چې، د وريجو د بیلابیلو ډولونو کښت پکې ځانګړی شهرت لري.

کرنیز پوهان هم دا ډول پانګونې د هېواد په ګټه بولي .

دوی وایي په دې سره به هم عامو خلکو ته کاري زمینه برابره شي او هم په دې برخه کې ځان بسیاینې لور ته ګام واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب