جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب په کابل کې د چین له سفیر او د ناټو...

حمدالله محب په کابل کې د چین له سفیر او د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان سره کتلي

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۰) په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د ملي امنیت شورا نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې د هېواد په وروستي عمومي وضعیت، د طالبانو د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په مسلکي چلند بحث او خبرې شوي.

دغه راز د ملي امنیت شوار وايي چې حمدالله محب نن په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره کتلي.

د وانګ یو په وینا، چین په افغانستان کې د فوري اوربند، د سولې د مذاکراتو د دوام او سياسي سټېج ته د طالبانو د بېرته راتګ ملاتړ کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د چین سفیر ویلي، هېواد یې د سولې پروسه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې د چین او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

دغه لیده کاته په داسې مهال شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو نښتو او هممهال ورسره د سولې په خبرو کې د ځنډ راپورونه ورکول کېږي چې خلک یې اندېښمن کړي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب