جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ګوګل کوم کاریال ستاسو د زړه ضربان محاسبه کولی شي؟

د ګوګل کوم کاریال ستاسو د زړه ضربان محاسبه کولی شي؟

تاند – ګوګل کمپنۍ وايي، ډېر ژر به د ځیرک موبایل کامرې له لارې د زړه ضربان او تنفس کچه معلومول ممکن شي.

ګوګل خپل ګوګل فېټ (Google Fit) کې چې د دغې کمپنۍ روغتیايي کاریال دی ځینې نوې ځانګړنې زیاتې کړي، چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي د خپل ځیرک موبایل کامرې له لارې خپل د تنفس کچه او د زړه ضربان معلوم کړي.

د ګوګل کمنۍ د معلوماتو له مخې، دغه ځانګړنه به په لومړیو کې په پکسل ځیرکو موبایلونو او له هغې وروسته به نورو انډرایډ ځیرکو موبایلونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

ګوګل ویلي، کاروونکي به یې وکولی شي د خپل ځیرک موبایل سېلفي کامرې کارولو سره خپل د تنفس کچه او د زړه ضربان معلوم کړي.

« د تنفسي کچې د معلومولو لپاره، سېلفي کامره خپل مخ او د بدن پاسنۍ برخې ته برابره کړئ، په عادي ډول ساه واخلئ او دغه کاریال به ستاسې د تنفس کچه محاسبه کړي.»

ددې لپاره چې یو څوک د خپل زړه ضربان اندازه کړي، باید ګوته د مبایل په شاتنۍ کامرې باندې کېږدي چې دغه کاریال به د کاروونکو د زړه ضربان محاسبه او معلوم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب