جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: لوګر کې سږکال په ۱۷۰۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي

مسوولان: لوګر کې سږکال په ۱۷۰۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي

تاند (سه شنبه، د دلوې ۲۱) د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې، سږکال یې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره د بېلابېلو مېوو شاوخوا ۱۷۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي.

د یاد ولایت د کرنې رئیس عبدالله تسل وایي دا بڼوڼه په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په خاطر جوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي ۱۵۰۰ جریبه بڼونه د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» او پاتې ۲۰۰جریبه یې د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او کرنې ریاست په ګډې همکارۍ د بڼوالو په ۴۰ سلنې ونډې جوړ شوي دي.

د مسوولانو په وینا دغه راز يې د بڼوالۍ د پراختیا، پالنې او روزنې په پار عملي لارې چارې ښودل، په عصري او نویو سیستم سره بڼونه جوړول، روزنیزې برنامې په لاره اچول هغه څه دي، چې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې سږکال بڼوالو ته ترسره کړي دي.

بل لورته بڼوال هم خوښ دي او وایي نوي بڼونه به یې په کرنیزه برخه کې ډېر لاسنیوی وکړي.

دوی وایي که د کرنې ریاست یې پر وخت په همدې ډول پوښتنه او ستونزو ته یې رسیده ګي وکړي نو حتمي ده چې د دوی حاصلات به هم هرکال ښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب