شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+هند د انګلینډ پر وړاندې بریا لپاره ۳۸۱ منډو ته اړتیا لري

هند د انګلینډ پر وړاندې بریا لپاره ۳۸۱ منډو ته اړتیا لري

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۱) د هند او انګلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې څلور ورځې پای ته رسېدلې دي.

د لوبې پيل انګلینډۍ لوبډلې وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۷۸ منډې جوړې کړې.

انګلینډ لپاره جیو روټ په زړه پورې لوبه وکړه او ۲۱۸ منډې یې وکړې خو هند لپاره بیا بومرا ۳ لوبغاړي وسوځول.

هندۍ لوبډله بیا په لومړۍ پاڼۍ کې تر انګلینډ وروسته پاتې شوه او د ريشب پانټ د ۹۱ منډو پر مټ یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۷ منډې وکړې.

د انګلینډ له لوري ډوم بېس څلور لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې انګلینډۍ لوبډلې بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې او هندۍ لوبډلې ته یې د ۴۱۹ منډو هدف ورکړ.

په دوهمه پاڼۍ کې هم جیو روټ تر نورو لوبغاړو زیاتې ۴۰ منډې ترسره کړې.

هندۍ لوبډلې تر دې دمه ۳۹ منډې کړې او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی دی.

هندۍ لوبډله د دې لوبې د بریا لپاره ۳۸۱ منډو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د دې لوبې یواځې یوه ورځ پاتې ده.

وبه لیدل شي چې هندۍ لوبډله د لوبې په وروستۍ ورځ ټاکل شوی هدف پوره کولای شي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب