تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱) د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څو ولایتونو لکه ننګرهار، کندهار، بغلان، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۹۳ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
له دغه وزارت څخه په جلا جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې ویل شوي، د یادو بریدونو پایله کې د دې ډلې ۳۸ تنه نور جنګیالي ټپیان شوي او دغه راز یې له لوري ۴۶ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، د ننګرهار ولایت په شیرزادو او حصارک کې ۲۲ طالب جنګیالي وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او ۱۴ ماینونه شنډ شوي دي.
دغه راز په بغلان کې د هوايي برید پرمهال ۸ طالبان وژل شوي او شپږ ټپیان شوي دي.
ورته مهال ارزګان کې ۱۳ طالبان وژل شوي ۹ ټپيان، ۳ پټنځایونه، ۳ موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
همدا راز په فاریاب کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
په کندهار کې ۳۶ طالبان وژل شوي، ۶ ټپیان دي او ۵۰ ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت هم فاریاب، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو د ۱۴ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
له یادو کسانو یو شمېر نشهيي توکي او وسلې هم تر لاسه شوي دي.