یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاله پوستکي پرته د مڼې خوړل بې ګټې دي

له پوستکي پرته د مڼې خوړل بې ګټې دي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱)  د مڼې (سیب) خوړلو دارزښت په اړه به مو  اوریدلې وي چې وايي، که مو روزانه یوه مڼه وخورله نو د ډاکټر تګ ته به اړ نشئ.

 د مڼو (سیبانو) خوړل که له یوې خوا د انساني صحت د پیاوړي کولو لپاره اړین بلل شوي له بلې خوا ساینس پوهانو دا ځل په خپلو نویو څیړنو کې جوته کړې چې له پوستکي پرته د مڼې خوړل هیڅ ډول صحي ګټه نه لري.

امریکايي څیړونکي (Christopher Adams) په خپله وروستۍ څېړنه کې دا خبره په ډاګه کړې چې د مڼې په پوست کې موجود اجزاء او مواد د روغتیا ساتنې لپاره ډیر لازمي دي او له همدې امله مڼه باید همیشه له پوستکي سره وخوړل شي.

په څېړنه کې ویل شوي چې د مڼې په پوستکي کې (ارسالیک ) نومي ماده په وینه کې د موجودې وازګې او بورې داندازې د کمولو سره سره عضلاتو او اندامونو ته قوت ورکوي .

دڅېړنې له مخې د زیات عمر درلودونکو کسانو لپاره د مڼې پوستکی ډیر مهم بلل شوی چې له امله یې د عضلاتو دکمزوري او هډونو د ماتېدو خطر له منځه ځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب