یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ګني حيرانونکې طبي ګټې

د ګني حيرانونکې طبي ګټې

اسدالله خان امرخېل

د ګني شربت (جوس) د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي.

په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې له مالي پلوه بلکې د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټور تماميدی شي.

د ګني شربت (جوس) راز راز انرژۍ لري.

ګني په ټوليز ډول زموږ په روغتيا باندې مثبت اغېزه غورځولی شي.

اوس موږ تاسو ته د ګني شبرت (جوس) ځیني ګټورې برخې درپيژنو.

  • ګنی د نيم سيري، د ستوني خارښت او زوکام لپاره هم يوه ډېره ګټوره کورنۍ درملنه ده.
  • ګنی د ورنو او د بدن د قوت لپاره ګټوره حل لاره ده.
  • کله چې انسان باندې تبه راشي نو ډاکټران هم ناروغ ته د ګني شربت (جوس) د ورکولو لارښوونه کوي.
  • هغه ناروغان چې د ژېړي یا يرقان په ناروغۍ اخته دي د ګني شربت ورته له اکسيرو کم نه دي، ځکه چې دا د بدن ګلوکوز لوړوي او د ناروغ د بدن د پوستکي په ښکلا کې مهم رول لري.
  • ګنی د هاضمې او د قبض لپاره ګټه ور درمل دی.

ګنی سوکروس نامي شکر زېږنده ده، چې په قدرتي ډول د زخمونو په تداوۍ کې ګټور ثابت شوی دی، او له دې نه علاوه د شکر یا شوګر د لوړوالې سلنه هم زياتوي.

  • ګنی د زړه د ناروغانو ساتونکی دی او د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه نيسي.
  • ګنی د سوزک ناروغۍ لپاره مهم درمل ګڼل کيږي.
  • ګنی يوه پيچلۍ برخه لري چې د انسان د غړو او د سينې د سرطان مقابل کې مقاومت ښيي.
  • په ګني کې کيلشيم او تيز قدرت لرونکي مواد شته چې د هډوکو په ټينګښت کې مهم رول لري.
  • څوک چې د وينې کمښت لري هغه بايد د ګني شبرت وسکي ځکه چې په ګني کې په پرخه ډول وسپنه شتون لري.
  • بېلا بېل څيړنې دا څرګنده کړې ده، چې د ګني شبرت (جوس) جګر او د ګردو لپاره ډېر ګټه ور دي، او دا په قدرتي ډول سره د جګر او د ګردو پاک والي سره د هغوي د ځوک زياتيږي.
  • ګني نه جوړه شوې ګوړه هم وسپنه لري، او دا څرګنده ده چې د انسان بدن ته وسپنه ډېره اړينه ده، ځکه چې له وسپنې له شتون سره د انسان بدن کې د وينې کمښت نه راځي.
  • د انسان بدن ته د مايکرونيوټرنټس ته ضرورت دی، او له دې وجې نه انسان په شعوري او روحي ډول سره يو کار پای ته رسولی شي، او ګوړه د يوه داسې مايکرونيوټرنټس نه برخمنه ده.

1 COMMENT

  1. در هر څه په خوړلو کې اعتدال ته ضرورت دی. د ګنې خوړل مفید دي، خو په اندازه. هغه خلک چې ډېر فزیکی فعالیت نه لري، د ګوړې او ګني خوړل کېدای شي په هغوی کې د شکرې یا دیابت د مریضۍ سبب شی. او کیدای شي ددې ټولو فوایدو برعکس عمل وکړي. خصوصا اوس چې د افغانستان اکثره خوراکی مواد له خارجه واردېږي، او ډېر بې کیفیته او له قبول شویو معیارونو ډېر ټيت دي. له خوږو او غوړو خوراکي توکو سره ډېر احتیاط پکار دی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب