یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ګوګل د ګلوډ عاید ۵۰٪ لږ شوی

د ګوګل د ګلوډ عاید ۵۰٪ لږ شوی

تاند- ګوګل په ۲۰۲۰ کې د ۲۰۱۹ په پرتله د کلوډ خدماتو له درکه په سلو کې پنځوس لږ عاید ترلاسه کړی دی.

تېر کال، چې په نړۍ کې کورونا وبا اقتصادي فعالیتونه په ټپه ودرول ګوګل د کلوډ خدماتو له درکه ۵ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره وګټل خو په ۲۰۱۹ کې یې ۱۳ ملیارد ډالره له دې لارې ګټلي وو.

خو ګوګل کمپنۍ لا هم هیله لري چې سږ کال به وضعیت بدل شي ځکه چې د تېر کال په وروستیو څلور میاشتو کې په نسبي ډول د ګوګل کلوډ عاید یو وار بیا زیات شوی و.

کلوډ هغه سرور ته وايي چې د انترنیټ له لارې خلکو او کمپنیو ته وړاندې کېږي. کلوډ سرورونه په درسته نړۍ کې د ډاتا په مرکزونو کې وي. دا ډول خدمات کمپنۍ له دې اړتیا خلاصوي چې په خپلو کمپیوټرونو کې فزیکي سافټویرونه او اپلیکشنونه نصب کړي. (نور معلومات په ویدیو کې)

ګوګل د کلوډ خدماتو په برخه کې تر خپلو سیالانو مایکروسافټ او امازون شاته دی.

امازون په دې برخه کې له لسو کلونو راهیسې فعالیت کوي او په دې موده کې توانېدلی چې ښه پرمختګ وکړي.

دا کمپنۍ د کلوډ خدماتو له لارې په کال کې ۴۵ ملیارد ډالر عاید لري.

خو د دې په وړاندې ګوګل بیا د ډیجټلي تبلیغاتو پر بازار برلاسی دی. دې کمپنۍ یوازې د ۲۰۲۰ په وروستیو درو میاشتو کې له دې درکه ۵۲ ملیارده او ۹ سوه ملیون ډالره عاید درلود او په ۲۰۲۰ م کال کې یې ټول عاید نژدې ۱۷۰ ملیارد ډالرو ته ورسېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب