یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان: که امریکایان نه وځي موږ جګړې ته چمتو یو

طالبان: که امریکایان نه وځي موږ جګړې ته چمتو یو

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۱) د طالب وسله والو جنګي قومندانان او مشران وايي دوی له امریکا سره جګړې ته چمتو دي.

د میدان وردګو په تنګي کې د طالبانو یوه قومندان مولوي توکل له پي بي ایس امریکایي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دوی ته د ټرمپ او بایډن د حکومت توپیر نشته بلکې امریکا ته په کار ده چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

دغه طالب قومندان ویلي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي نو طالب وسله وال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خونړۍ جګړې لپاره تیار دي.

هغه د افغان حکومت پر وړاندې هم د اقداماتو خبره کړې ده خو وايي تمه لري چې د سولې خبرې پایله ولري.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا وایي چې طالبان په بشپړه توګه جګړې ته تیاری نیسي او د سولې له خبرو په شا شوي دي.

افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغه ډله ژر تر ژره سولې او مذاکراتو ته و هڅوي.

طالب قومندانان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د جو بایډن له تګلارې ملاتړ کوي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان د امریکا د تېر ایستلو په لټه کې دي او داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

نوموړي زیاته کړې امریکایي ځواکونه باید په افغانستان کې شرایطو ته په کتو له دغه هېواد ووځي.

ګراهام وایي که امریکایي ځواکونه د شرایطو تر برابرېدو مخکې له افغانستان وځي نو ددې احتمال شته چې داعش ډله او طالبان بېرته را وګرځي او په افغانستان کې خونړۍ جګړې پيل کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په دې برخه کې د جو بایډن تګلاره اغېزناکه ده او د امریکا سنا به یې ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب