Homeداسې هم شتهسپین ږیري دې د غټو موبایلونو شوق پریږدي

سپین ږیري دې د غټو موبایلونو شوق پریږدي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱) د سمارټ ټیلفونونو رڼا د سترګو تباه کونکې ده د سمارټ ټیلیفونونو هغه رڼا چې ستاسو په سترګو لګیږي د سترګو لپاره ډیره خطرناکه ده .

وروستیو څیړنو ښودلې دغه رڼا که ړوندوالی را منځ ته نه کړي نو نږدې ده چې ستاسو د سترګو نظر په تدریجي توګه له منځه یوسي.

 د امریکا په ټولیډو پوهنتون کې وروستۍ څیړنې شوي چې په نتیجه کې یې ویل شوي کومې شعاګانې چې د سمارټ ټیلفونونو څخه د انسان سترګو ته داخلیږي هلته تر ذخیره کېدو او لږ وخت په تیریدو په زهري موادو بدلیږي چې د ړوندوالي تر کچې انسان رسولی شي.

څیړونکي وايي، تر ډېره په عمر خوړلو خلکو کې دغه مشکل زر پړسوب کوي او سترګې یې له منځه وړي.

د څېړونکو په باور، هغه کسان چې له ۵۰ کلنو یې عمرونه زیات دي د موبایل په استعمال کې باید له خاص احتیاط څخه کار واخلي  او سپارښتنه یې کړې چې عمر خوړلي دې له ساده او کمې شعا لرونکو موبایلونو څخه استفاده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...