یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهارکې بې ځایه شوې کورنۍ د اوربند غوښتنه کوي

کندهارکې بې ځایه شوې کورنۍ د اوربند غوښتنه کوي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۰) په کندهار ولایت کې د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي چې، اوس په سختیو کې ژوند تېروي.

بې ځایه شوې کورنۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې د کندهار په پنځمه حوزه کې مېشت دي او د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

دوی له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې، اړینې مرستې ورسره وکړي.

د جګړو له امله دغه  بې ځایه شوي کډوال ز پر طالبانو او افغان حکومت غږ کوی چې ژر د دوی په سیمو کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

دوی وایي که يې په سیمه کې جګړه پای ته ورسېده  نو بېرته به خپلو مېنو ته ستانه شي.

بې ځایه شوې کورنۍ زیاتوي چې د دواړو خواوو مشران دې د پردیو خبرې نه مني بلکې د خپلو ولسونو غږ دې واوري او سوله دې راولي.

دا بې ځایه شوې داسې مهال د اوربند غوښتنه کوي چې، کلونه کېږي افغان حکومت اوعام افغانان له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي خو طالبان بیا اوربند ته زړه نه ښه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب