Homeخبرونهپه افغانستان کې د پولیو ویروس نوې بڼه خپره شوی

په افغانستان کې د پولیو ویروس نوې بڼه خپره شوی

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱ ) افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو ویروس د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول د خپرېدو خبر  ورکوي. ‎

د دغه وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه په هېواد کې ٣٠٣ پېښې د دغې نوي ‌‌‌‌‌‌ډول په نښه شوي دي. ‎

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. ‎

په ٢٠٢٠ میلادي کال کې د پوليو د ۵۶ پېښو تر ثبتېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د ګوزڼ د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول د ۳۰۳ پېښو د ثبتېدو خبره کوي. ‎

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح په کابل کې ولس ته د دولت د حساب ورکوونې په ناسته کې وویل، چې پاکستان ته په پراخه کچه د خلکو تګ راتګ ددغه ویروس د خپرېدو ستر لامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو دریو کلونو کې طالبانو په جنوبي ولایتونو کې کور په کور د د دغه ویروس واکسین ته اجازه نه ورکوي. ‎

د طالبانو د دې ګواښ سره دوه نیم میلیونه ماشومان په هلمند، ارزګان او د کندهار په شمال کې د پولیو له واکسین بې برخې شوي دي. ‎

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په ويروس باندې اخته کېږي.

‎ روغتیا پالان د پولیو د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس خپرېدل د افغان ماشومانو لپاره يو نوی ګواښ بولي. ‎

د نا امنیو تر څنګ په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل د پولیو له واکسین نه د ماشومانو محروم پاتې کېدو بل ستر لامل بللی کېږي.

عامې روغتیا وزارت وايي، د پوليو واکسين د تطبیق تر څنګ د دغه ویروس پر وړاندې د ټولو د ایمني سیسټم پیاوړتیا هغه څه دي چې د دغه وزارت او نړیوالو بنسټونو لومړیتوب جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...