Homeخبرونهد میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان دنده ځنډول شوي

د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان دنده ځنډول شوي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۰) د کورنیو چارو وزارت ویلي، د میدان‌وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ترسره شویو لاریونونو په اړه د څېړونکي پلاوي د موندنو پر بنسټ د دغه ولایت د امنیه قومندان دنده ځنډول شوې او قضیه یې څارنوالۍ ته معرفي شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان‌وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ترسره شویو لاریونونو په اړه د څېړونکي پلاوي د موندنو پر بنسټ خپلې ارزونې په ټولیز ډول ترسره کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ارزونو او یادو راپورونو له مخې؛ په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۱۰مه د جمعې پر ورځ د ترسره شویو لاریونونو ګډونوال غیرمسلح کسان وو، کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، نو له امله یې ۱۱ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ تنه ژوبل دي.

د خبرپاڼې په وینا، کورنیو چارو وزارت د همدې قضیې په تړاو د میدان‌وردګو د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیې یې څارنوالۍ ته لېږدولې، څو د قانون په رڼا کې په بنسټیز ډول وارزول شي او عدالت تامین شي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د خلکو له لورې لاریون په لاره اچول شوی و ترڅو امنیه قومندان له دندې ګوښه کړي خو دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت او د ګڼو کسانو د مرګ‌ ژوبلې سبب وګرځېد، خو د امنیتي ځواکونو په وینا دا کسان لاریون وال نه و بلکې په دې سیمه کې د میشت جنګ سالار علیپور کسان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...