چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد هرات ـ کندهار پر لویه لار ترافيکې پېښې ۱۰ تنه مړه...

د هرات ـ کندهار پر لویه لار ترافيکې پېښې ۱۰ تنه مړه او ژوبل کړي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د هرات ـ کندهار پر لویه لار د ترافيکې پېښې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وایي، دا ترافيکې پېښه د بادګیرک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي په دې پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

فقیریار زیاتوي په دې ولایت کې د ترافيکو پېښو د زیاتوالي لاملونه ، د هرات ـ کندهار پر لویه لار  د پولیسو نه شتون، په نشه یي توکو د موټر چلوونکو روږدیتوب یادوي.

هغه زیاتوي یواځې په تېرو دوو اونیو کې پر دې لاره ۵ ترافيکې پېښې رامنځته شوي چې له امله یې  د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۶۰ تنو ډېر مړه او ژوبل شوي دي.

د ادرسکن ولسوال وایي په ځلونه یې پر دې لاره د ترافیکو پولیسو د ګمارل کېدو غوښتنه کړې خو دا خبره یې چا نه ده اورېدلې.

د عامو خلکو په بارو د لارو خرابوالی او د ترافيکو نښو نه شتون د دې لامل کېږي چې موټر چلوونکي ترافيکې پېښې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب