شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجو بایډن په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو د ماموریت ستاینه...

جو بایډن په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو د ماموریت ستاینه کړې

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۰) په داسې حال کې چې د امریکا نوې ادارې د امریکا- طالبانو د هوکړې او د خپلو سرتېرو د تګلارې ارزونې خبره کړې ده، جو بایډن په افغانستان کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي له خپلو سرتېرو سره تر ټلیفوني مکالمې وروسته پر خپل ټوېټر په افغانستان کې له خپلو مېشتو سرتېرو مننه کړې او د هغوی د خدمتونو ستاینه یې کړې ده.

بایډن لیکلي: « په کابل او USS Nimitz جنګي بېړۍ کې د خپلو ځواکونو له خدمت کولو مننه کوم. موږ د هغه چا له قربانیو منندوی یو چې زموږ د خوندیتوب لپاره ‌یې ورکوي.»

د جوبایډن تر ټویټ وروسته د امریکا د دفاع وزیر جنرال لویډ استین له امریکایي سرتېرو سره د بایډن د خبرو هرکلی کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په داسې مهال کابل کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره خبرې کړي چې تازه ددغه هېواد د سنا جرګې جمهوري غوښتونکي غړي لېندسي ګراهام په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو خبره کړې ده.

مخکښ امریکايي سناتور لیندسي ګراهام وايي، وسله وال طالبان په خپلو کړو ژمنو عمل نه کوي او امریکا ته پکار ده چې خپل سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

د نوموړي په خبره، طالبان د امریکا د تېر ایستلو په لټه کې دي او داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه کوي.

دغه امریکايي سناتور ټينګار کړی چې امریکايي ځواکونه باید په افغانستان کې شرایطو ته په کتو له دغه هېواده د وتلو پرېکړه وکړي.

سناتور ګراهام خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه د شرایطو تر برابرېدو مخکې له افغانستان څخه ووځي د دې احتمال شته، چې طالبان او داعش بېرته راوګرځي او په افغانستان کې به خونړۍ جګړې پیل کړي.

د امریکا د سنا دغه غړي یو ځل بیا ټينګار کړی، چې په دې برخه کې د جو بایډن تګلاره اغېزناکه ده او د امریکا سنا به یې ملاتړ کوي.

یاد امریکايي سناتور دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې هم لوړ پوړو امریکايي چارواکو او هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپورونو او څېړنو کې ویلي چې طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره ټینګې اړیکې لري او یو ستر ګواښ دی.

خو طالبانو بیا له القاعدې سره اړیکې لرل رد کړي او ټینګار یې کړي چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او امریکا هم باید پرې عمل وکړي.

طالبانو دا خبرداری هم ورکړی چې که بهرني ځواکونه د دوحې له هوکړې سره سم تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ونه ووځي، نو دوی به یې پر وړاندې بېرته بریدونه پیل کړي.

د افغانستان حکومت بیا د بهرنیو عسکرو وتل او پاتې کېدل د هغوی پرېکړه بولي او زیاتوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس‌ مهال د خپلې ټولې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤلیت پر غاړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب