دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامنیتي ګواښونه؛ تېر کال ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه زیانمن شوي

امنیتي ګواښونه؛ تېر کال ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه زیانمن شوي

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۰) د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئيس عمر منصور انصاري وايي، په ۱۳۹۹ کې هم د تېرو کلونو په څېر د مخابراتي خدمتونو او پوښښ پر وړاندې امنیتي ستونزو لوی ګواښ جوړ کړی و چې له کبله یې ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په قسمي ډول یا هم ځینې یې په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

ښاغلي انصاري په ټولو لوریو، هېوادولو، ځايي مسؤلانو، قومي متنفذینو غږ وکړ چې د مخابراتي زېربناو پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړی وايي، «مخابراتي زېربناوې د راتلونکو ۱۰۰ کلونو عامه شتمني ده، خو سږ کال تقريباً ۱۲۰۰ مخابراتي ټاورونه تر امنیتي تهدید لاندې وو، چې د ټاورونو د ټولې شبکې۱۷ فیصده جوړوي.»

د اترا ادارې د ارقامو له مخې په تېر ۱۳۹۹ کال کې ۱۶۲ مخابراتي ټاورونه بشپړ تخریب شوي او  ۱۴۶ نور یې په قسمي ډول زیانمن شوي دي.

د دغو ۳۰۸ مجموعي زیانمنو شویو مخابراتي ټاورونو له جملې ۷۸ د افغان ټلیکام، ۷۸ د اتصالات، ۸۸ د افغان بیسیم، ۲۳ د ام ټي ان او ۴۱ ټاورونه د روشن مخابراتي شبکې اړوند و چې  له امله یې سکټور ته لږ تر لږه ۱۵ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

1 COMMENT

  1. دغه جاهلان د پنجابي نه پخلا کېدونکي شریر دښمن په امر او دستور په خپلو لاسونو افغانان وژني ، عامه ملکیتونه او شتمني ئې له منځه وړي . الله ج د دوی ته هدایت وکړي او که د هدایت وړ نه وي ، الله ج دوی تباه او نابود کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب