شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په سمنګان ولایت کې د دمبورې بازار سوړ شوی

په سمنګان ولایت کې د دمبورې بازار سوړ شوی

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱) د دمبورې په نوم د موسیقۍ دا سیمه ایزه آله چې په افغانستان او تر ډیره د هېواد په شمال کې مینه وال لري اوس یې بازار خراب او د غږولو شوقیان یې مخ په کمېدو دي.
په سمنګان ولایت کې د دمبورې پلورونکي وايی چې نا امني او بې کاري د موسیقۍ د دغې سنتي آلې د پلور بازار سوړ کړی دی.

د ایبک ښار د دمبوره پلورنکو په وینا له دې مخکې د ورځې تر څلورو دانو دمبورې پلورل کېدې، په داسې حال کې چې اوس په دوو اوونیو کې یې یوازې یوه یا دوه دمبورې پلورل کیږي.

محمد چې په ایبک ښار کې د دمبورو دوکان لري وايي: «مخکې ښه و اوس یې خوند نشته، کلونه مخکې مو د ورځې لږ تر لږه درې تر څلورو دانو پلورلې اوس په اوونۍ که یوه یا دوه دانې وپلورل شي.»

د دغې الې بیه له درې زره افغانیو نیولې تر ۲۰ زرو افغانیو پورې ده.

اتلس کاله کېږي چې محمد د موسیقۍ دغه اله جوړ وي او غږوي.
هغه وايي چې د دمبورې غږول یې په اماتوره توګه زده کړي دي.

محمد وایي، پلار او نیکونو یې هم دغه اله جوړوله: «هغه دمبورې چې موږ یې غږوو د قطغن سبک دی، د میمنې، شبرغان سبکونه دي او همدارنګه نور هزاره ګي سبکونه دي.»

دمبوره په سمنګان ولایت کې اوږده مخینه لري.

۶۵ کلن عبدالسمیع وايي چې نیکونو یې د دمبورې په جوړولو کې ځانګړی استعداد درلود. ۲۵ کاله کېږي چې هغه په ایبک ښار کې دمبورې جوړوي.

عبدالسیمع چې په سمنګان کې د دمبورې له مشهورو جوړونکو څخه دی وايي، درې ډوله دمبورې جوړ وي: «یو ډول دمبورې لنډې نیسو چې د قطغن خلک یې غږ وي، د هغه یو ډول لاستی اوږد نیسو او پرده یې لوړه نیسو چې د میمنې او شبرغان خلک یې غږ وي، یو بل ډول یې چې لاستی یې لنډ او غاړه یې جګه نیسو چې بیا هغه د هزاره جات خلک غږ وي.»

سمنګانیان وايي چې ډېر خلک د دغې موسیقۍ اورېدو ته کېني.

د سمنګان ځینې فرهنګیان په دې باور دي چې په تېرو وختونو کې دمبوره په عرفاني او معنوي مراسمو کې کارېدله؛ خو اوس دغې الې د خلکو د فرهنګ بېلابېلو مجلسونو ته لار موندلې ده.

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عزیزالرحمان قطره وایي :«په سمنګان کې موږ درې ډوله محلی موسیقي لرو چې جواز لري، چې له جملې یې، یو هم دمبوره ده.»

سمنګانیانو دغه موسیقي د خپلو لرغونو فرهنګي میراثونو په نوم یادوي.
د کابل ښار په هوټلونو کې هم، چې پخوا به د شمالي ولایتونو د سندغاړو په غږ سندرې د دمبورې له غږ سره یو ځای اوریدل کېدې، اوس یې ځای په نوې ټکنالوژي جوړې موسیقۍ نیولی.

خو یوازینی سندرغاړی، چې لا هم په رسنیو کې له دمبورې سره، دري او هزارګي سندرې وایي، میرمفتون دی، چې دغه موسیقي یې ژوندۍ ساتلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب