Homeخبرونهپه لغمان کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله د سولې له پروسې...

په لغمان کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شوه

تاند (شنبه د دلوې ۱۱) په لغمان کې د یوه قوماندان په مشرۍ د وسله والو طالبانو ۱۵ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای شوه.

د لغمان مطبوعاتي دفتر نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي امنیت منسوبینو په هڅو د وسله والو طالبانو د یوه ځايي قوماندان بازي خان چې مشهور په شاهین دی تر مشرۍ لاندې د وسله والو طالبانو ۱۵ تنه فعال غړي د سولې له پروسې سره یو ځای او خپلې وسلې یې افغان حکومت ته وسپارلې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم یار د حکومت پر مخالفو وسله والو غږ وکړ چې د سولې لپاره د ولایتي ادارې دروازې یې پرمخ خلاصي دي او ټول هغه وسله وال چې غواړي په امن او سوله کې خپل ژوند تېر کړي، حکومت یې هرکلی کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د سولې له پروسې سره یوځای شویو وسله والو خوښي وښوده چې له جګړې لاس په سر شول او ژمنه وکړه چې نور به هیڅکله «د وطن د ورانه ولو په خاطر» وسله پورته نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...