شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امنیتي منسوبینو ترفیعات او معاشونه به په وخت ورکول کېږي

د امنیتي منسوبینو ترفیعات او معاشونه به په وخت ورکول کېږي

تاند (شنبه د دلوې، ۱۱) د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، د امنیتي او دفاعي منسوبینو معاشونه او ترفيعات دې د شته کادري معيارونو پر اساس پر وخت ورکړل شي.

له امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي:
“په امنيتي ليکو کې دې له سياسي مقرريو او ترفيعاتو په کلکه ډډه وشي چې د ټولو امنيتي بنسټونو د منسوبينو حق خوندي وي.”

ښاغلي محب دغه راز ویلي، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو عملیات خورا اغېزناک او ګټور تمام شوي چې د ډول ډول لاسته راوړنو تر څنګ يې په سیمه کې د دښمن نفوذ او تحرکات په لوړه کچه مهار کړي دي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لا هم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې پراته افغان ځواکونه د خپلو امتیازاتو له نه ورکولو شکایتونه کوي.

د دوی په خبره، معاشونه یې په میاشتو ـ میاشتو ځنډیږي او پوځې رتبې د روابطو په اساس ورکول کیږي، چې یاده کړنه د افغان ځواکونو په لیکو کې د بې باورۍ او د مورال د کمزوري کېدو لامل ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب