جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهناجیه انوري: د سولې په خبرو کې د ځنډ مسوول طالبان دي

ناجیه انوري: د سولې په خبرو کې د ځنډ مسوول طالبان دي

تاند (شنبه د دلوې، ۱۱) د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډ مسوول وسلوال طالبان دي، ځکه په خبره یې یاده ډله د دویم پړاو مذاکراتو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د دولت مذاکره کوونکی هیئت، له لومړۍ ورځې د مذاکرو اصولو ته ژمن دی، خو زیاتوي چې طالبان تر اوسه د مذاکراتو د دویم پړا رسمي خبرو بحث ته ندي حاضر شوي.

نوموړې وايي، په همدې اساس روانه جګړه او تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو د تلفاتو بدې پایلې د هغو کسانو پر غاړه دي چې په وینا یې د سولې مذاکرو په بهیر کې د ځنډ لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه،  قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د افغانستان سولې دویم پړاو بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو لا هم د یادو خبرو د پرمختګ په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

1 COMMENT

  1. طالبانو ته پکار ده چې رسمي خبرو ته حاضر شي، دوی له هغو لومړیو داسې بریښدل چې دویم پړاو مذاکراتو چندان لیوال نه وو ځکه خو له پنجابي خاورې ناوخته ووتل، په هرصورت خبرې باید روانې وساتل شي، ځکه دلته افغانستان کې هره ورځ له ښکیلو غاړو اخوا بې ګناه افغانان او خصوصاً پښتانه قتل کیږي دواړه لوری باید نرمښت وښيي او خبرې کامیابې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب