جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کرنې او مالدارۍ وزارت: سږ کال د زعفرانو له حاصلاتو ۲۶...

د کرنې او مالدارۍ وزارت: سږ کال د زعفرانو له حاصلاتو ۲۶ میلیون امریکايي ډالره عاید ترلاسه شوی

تاند (شنبه د دلوې ۱۱) په کابل کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د زعفرانو نندارتون جوړ او د بېلابیلو سیمو تولید شوي زعفران پکې نندارې ته ایښودل شوي.

مسؤلین وايي، دغه نندارتون په ۳۰ غرفو کې د دېیوو ورځو لپاره په انټر کانټېنېنټال هوټل کې جوړ شوی چې موخه زعفرانو ته د کورني او بهرني بازار پیداکول دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دا نندارتون د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو ځنځیري ارزښت پروژې په نوښت جوړشوی، چې په کې نژدې ۴۰ کرنیزوـ تولیدي او سوداګریزو شرکتونو ګډون کړی.

د کرنې اوبولو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي وایي زعفران د افغانستان یو با ارزښته توکی دی او په دې وروستیو کلونو کې یې په هېواد کې کرکیله او تولید زیات شوی دی.

د ښاغلي احدي په وینا، روان ۱۳۹۹ کال په افغانستان کې ۲۱ ټنه زعفران تولید شوي چې له دې لارې ۲۶ میلیون امریکايي ډالره عاید ترلاسه شوی دی.

 د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي د زعفرانو د پروسس او تیارولو په برخه کې یې هم ښې لاسته راوړنې لرلي او په هرات کې یې د زعفرانو یو لابراتوار او انسټېټیوټ جوړ کړی دی.

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې ریئس سید زمان هاشمي وایي په روان کال کې هندوستان، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان، امریکا، کاناډا او چین ته ۳۶ ټنه زعفران صادر شوي دي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان په نوم پلورل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب