جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهټایمز: ولسمشر بایډن ته ویل شوي چې له طالبانو سره موافقه اساساً...

ټایمز: ولسمشر بایډن ته ویل شوي چې له طالبانو سره موافقه اساساً ناسمه وه

تاند(شنبه، د دلوې ۱۱) د ټایمز مجلې د راپور له مخې، د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ته ویل شوي چې له طالبانو سره موافقه، چې پر اساس یې امریکايی پوځیان له افغانستانه وځي، اساساً ناسمه ده او کېدای شي چې د افغانانو د راتلونکې د تیاره کېدو سبب شي.

د راپور له مخې، ښاغلي بایډن ژمنه کړې چې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې جاج واخلي، او پینتاګون دې ته تیاري نیسي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت بشپړه ارزونه وکړي او ښايي دا مسله تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د پاتې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو پر وتلو اغېز وکړي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړي وايي، په قطر کې له طالبانو سره خبرو ته انتظار دي خو طالبان خبرو ته لېوالتیا نه ښيي.

داسې ښکاري چې طالبان دې ته انتظار دي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي او بیا په قوي دریځ خبرې پیل کړي.

د ټایمز مجلې د راپور له مخې، ولسمشر بایډن ته دا هم ویل شوي چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، القاعده شبکه به بیا سر راپورته کړي او یو وار بیا به له افغانستان څخه د امریکا او نورو هیوادونو پر ضد د حملې لپاره کار واخلي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې دوی د طالبانو د قدرت په اړه ناسم اټکل کړی و او فکر یې کاوه چې دا ډله به د القاعده او داعش د مخنیوي توان لري.

دوی همداراز ویلي چې طالبانو هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې له امریکا سره د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې یې منلې وې.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d8%b3%d9%84%d8%a7%da%a9%d8%a7%d8%b1-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%d9%8a%d9%8a/

د امریکا د دفاع وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په وینا طالبانو تشدد کم کړی نه دی، د افغانستان له حکومت سره یې صادقانه خبرې پیل کړي نه دي او له القاعده شبکې سره یې اړیکې شلولې نه دي.

پرون (جمعه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیفان د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې په دې برخه کې جدي بیاکتنه پیل شوې چې ایا طالبان له موافقې سره سم پرمخ روان دي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%af%d9%88%d8%ad%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%87%d9%88%da%a9%da%93%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%b4/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب