جمعه, مې 3, 2024
Home+افغانستان په یوه پېړۍ کې 

افغانستان په یوه پېړۍ کې 

 ( ۱۳۰۰—۱۴۰۰ل ) 

لومړی څپرکی 

څلورمه برخه 

استاد شهسوارسنګروال

د پاچا امان الله کورنی او بهرنی سياست 

امان الله خان د خپل هېواد له ودې او پرمختګ سره دېره مينه درلوده، دی چې کله واک ته ورسېد، په دې هڅه کې شو چې لومړی خپل هېواد ازاد او خپلواک کړي. ورپسې يې د هېواد د کورني او بهرني سياست لور ته پام واړوه چې له دې لارې د هېواد سياسي، اقتصادي او کلتوري چارو ته پرمختيا او پراختيا ور وبښي. 

پاچا دې موخو ته د رسېدو لپاره چې هېواد د ودې او پرمختګ په لاره سيخ کړي، په څو ټکو ټينګار کاوه، چې څو بېلګې يې داسې دي: 

۱ – د هېواد ښوونيزه او روزنيزه رغاونه او پرمختګ، د ده د هڅو له لومړيتوبونو څخه ګڼل کېده، چې ده په دغه لاره کې ګړندي ګامونه پورته کړل، او د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې ښونځي پرانيستل، چې نه يوازې هلکان په زده کړو بوخت شول، بلکې نجونو هم ښوونې او روزنې ته مخه کړه. 

د دې لپاره چې د زده کړې بهیر چټک کړي د ارشادالنسوان پنوم مهالنۍ يې نشر ته چمتو کړه او د دې بهير د ملاتړ لپاره يې د يوه انجمن بنسټ کېښود. 

له دې سربېره يې د ماليې سيستم ورغاوه او له همدې لارې يې د ښوونې او روزنې د ودې لپاره بسپنه او اعانه هم ورکوله. 

۲ – د هېواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره د هېواد کرهڼيز سيستم وراغاوه، ويالې يې وويستې، بزګرو ته يې يو شمېر اسانتيا وې را مينځته کړې، 

د ماليې درون پېټی د دهقانانو له اوږو نه لرې کړ، ولې د ډېرو ځمکو څښتن فيوډالان يې دې ته وهڅول چې خپله ماليه دولت ته وسپاري. 

يو شمېر ميرزايان او د زده کړو څښتن ځوانان يې دېته وګمارل، چې ماليې او اقتصاد چارې منظمې او ورغاوي. 

د ماشيني او لاسي صنایعو ودې ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه. 

سوداګريزې چارې يې له سره ورغولې، د ګمرک کارونه يې چټک کړل او له دې لارې يې د هېواد سپما ته پاملرنه وکړه. 

له يوشمېر بهرنيو هېوادونو سره يې سوداګريز تړونونه لاسليک کړل، چې موږ په دغه لړ کې برېتانيا او شوروي اتحاد د ساري په توګه يادولی شو. 

د امانيه شرکت په نوم يې د يوې مؤسسې بنسټ کېښود او په دې لټه کې هم شول چې يو شمېر فابريکې هېواد ته راوړي او د اوسپنې ليکه هم وغوځوي، پدې تړاو يې د جرمني او فرانسې هېوادونو سره موافقه ليکونه هم لاسليک کړل. 

د هېواد بېلابېلو و لايتونو ته د سړکونو ايستل، د موټرونو او فابريکو راوړل او ترميمول، د تلګراف او تلېفون غوځول، د باروت او چرم جوړولو فابريکې، د سمنت، ګوګرد اود برېښنا توليدول په لسګونو بېلابېلې فابريکې، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې تر لاس لاندې ونيول شوې، چې په دې تړاو څېړونکي کولی شي يو ځانګړی اثر وکاږي. 

۳ – د هېواد په فرهنګي چارو کې هم د پام وړ پرمختګونه را منځته شول، چې نه يوازې د افغانستان د خلکو په سياسي شعور اغېزه وکړه، بلکې د سيمې په هېوادونو يې هم ژوره اغېزه وکړه، په کابل او ولايتونو کې په لسګونو ډله ييزې رسانۍ او خپرونې د مطبوعاتو ډګر ته را ووتې. 

له حبيبي لېسې سربېره په لسګونو ښوونځي، لېسې او په بېلابېلو څانګو کې مسلکي ښوونځي چې شمېر يې لسګونو او سلګونو ته رسېدل جوړ شول او په زرګونو نجونو او هلکانو زده کړو ته مخه کړه. 

د کتابتونونو جوړول، د لسګونو ورځپاڼو او مهالنيو چاپول، د اساسي قانون تسويد او تصويب، په لسګونو ټولنيز او فرهنګي کارونه د بېلګې په توګه يادولی شو، چې علم پالونکي پاچا، چې د افغانستان د خلکو له ودې او پرمختګ سره يې مينه درلوده پيل کړل. 

۴ – د امير عبدالرحمن خان د واک په مهال د افغانستان بېلابېلو قومونو ډېر زيانونه ګاللي ول، نه يوازې د هېواد لږکيو قومونو بلکې پخپله پښتانه هم د امير له خوا ډېر وځپل شول. 

همدا لامل و چې د هېواد ملي يووالي ډېر زيانونه ليدلي وو. ولې پاچا امان الله، په دې لاره کې ګټور ګامونه پورته کړل. 

ان دا چې په نظام نامه کې هم د افغانستان د وګړو د مساوي حقوقو او شخصي ازادۍ په تړاو څو مادې ځانګړې کړې وې. 

د د ه د واک په مهال د لومړي ځل لپاره د يوه ليکلي قانون پر بنسټ د اجرايه، مقننه، او قضايي، درې ګونو قواوو بنسټ داسې کېښودل شو، چې ده نه د مخه يې دا ډول ساری نه درلود، چې د هر قوې دندې يې تعريف کړې وي. 

ده په اساسي قانون کې د قضايي قوې د واک په اړه ۵۳ مه ماده تشريح کړې وه، چې قاضي پخپلو پرېکړو کې خپلواک دی. 

د هېواد د اجراتو لپاره يې خپله کابينه د اعتماد الدوله تر صدارت لاندې داسې اعلان کړه: 

۱ – د کورنيو چارو وزير شاغاسي علي احمد خان. 

۲ – د بهرنیو چارو وزير محمود طرزي. 

۳ – حربيه وزير صالح محمد خان. 

۴ – ماليه وزير محمود خان. 

۵ – د سودګريزو چارو وزير غلام محمد خان وردګ. 

۶ – عدليه وزير محمد ابراهيم خان. 

۷ – معارف وزير عبدالحبيب خان. 

۸ – د کرهڼې وزير علي جانخان. 

يو شمېر ملي او ټولنيز شخصيتونه يې هم په مرکز او د هېواد په ولايتونو په بېلابېلو دندو وګمارل، چې موږ محمد انور بسمل، تاج محمد خان پغماني، ميرزمان الدين، نظام الدين خان، پاچا مير لوګري، سید احمدخان لودين، عبدالرحمن خان لودين، عبدالهادي خان داوي او په لسګونو نور د بېلګې په توګه يادولی شو. 

۵ – د دغه مهال د سياسي چارو په تړاو مير غلام محمد غبار د دوه نامتو حلقو یادونه کوي، چې لومړی حلقه د «افغان ځوانانو» پنوم چې پاچا امان الله خپله ورته دغه نوم ټاکلی وو، کيڼ اړخ او د يوې تېزې تګلارې درلودونکي ول. لکه لودين عبدالرحمن خان چې بيا د وخت د حکومت له خوا په ۱۹۳۰ کال اعدام شو، تاج محمد خان پغماني چې په همغه کال د توپ خولې ته وتړل شو. 

باروت جوړوونکي فيض محمد خان، چې دی هم د تاج محمد خان غوندې اعدام شو… 

يوشمېر نور بيا زندان ته ټېل وهل شول، لکه سعيد الدين، ميرزا عبدالرحمن، محمد انور بسمل، ميرزا نور محمد… په دويمه کړۍ کې چې د مير سيد قاسم خان له خوا رهبري کېدل، دغه سياسي شخصيتونه ول: 

عبدالهادي داوي، فقير احمد خان (دواړه ۱۹۳۳ کال) زنداني شول، چې فقير احمد خان اعدام شو، سید غلام حیدر پاچا (دی هم په زندان کې ومړ)، غلام رضا خان (دی د داوي په څېر ۱۳ کاله زنداني وه)، غلام احمد خان (دی هم بندي شو)، فيض محمد خان ناصري، عبدالحسين خان عزيز او… 

پخپله د دغې ډلې مشر مير سید قاسم په اعدام محکوم شو، ولې وروسته په عمري قید زندان ته ټېل وهل شو. 

دغه کسان او د دوی په څېر نور سياسي شخصيتونه د پاچا امان الله د واک په مها ل، که څه هم ګوندونه قانوني نه ول، خو په سياسي فعاليتونو بوخت وو، چې ګڼ شمېر يې د ده له واکه وروسته یا خو زنداني شول او يا اعدام کړی شول. 

 ۹ – پاچا امان الله له کورنيو چارو سربېره د هېواد په بهرنيو چارو کې هم فعال و، يوه پلاوي ته يې دنده وسپارله چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره سياسي او ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي. 

د شوروي اتحاد مشرتابه چې د افغانستان خپلواکي په رسميت (۲۸ فبروري ۱۹۱۹ کال) پېژندلې وه، دې ته ژمن ول چې له افغانستان سره سياسي او دېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي. 

همدا رنګه افغان ټولواک هيله څرګنده کړه، چې له خپل يوه بل ګاونډي هېواد ايران سره سياسي، فرهنګي، او دېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي. 

همدا لامل وو چې په ۱۹۲۰ ز کال يې سردار عبدالعزيز خان د يوه سياسي استازي په توګه ايران ته واستوه او د ايران سره يې سياسي، کلتوري او سوداګريزې اړيکې ورغاولې او بيا یې د ايران د بهرنيو چارو له وزير ميرزا حسين خان سره په ‍۱۳۰۰ کال د سرطان په مياشت کې (د جون ۲۲ مه نېټه ۱۹۲۱ کال) يو تړون لاسليک کړ. 

له دې سربېره پاچا امان الله په نړيوال سياست کې هم د پام وړ ګامونه پورته کړل او ويې غوښتل چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې ټينګې کړي. 

ده هغه پلاوي ته چې د مخه يې شوروي اتحاد ته استولى سپارښتنه کړې وه چې د نړۍ په تېره له لوېديزو هېوادونو سره سياسي او دېپلوماتيکو اړيکو ته پرمختيا او پراختيا ورکړي، لکه ايټاليا، فرانسه، پولينډ، سويزرلينډ، فنلاند، جاپان، او نور يادولی شو. 

همدا رنګه امان الله خان وپتېله، چې د دغو اړيکو د لا ودې او پرمختګ لپاره هڅې چټکې کړي، ترڅو افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شي، نو ځکه خو ده خپله يوه سفر ته ملا وتړله او بېلابېلو هېوادونو ته لاړ. 

ولې له بده مرغه د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د سترګو اغزی پاچا د دوی لپاره د ځغم وړ نه وو، نو ځکه خو يې د ده پر وړاندې ډول ډول توطيې پيل کړې. 

که امان الله خان غوښتي وی!؟ 

کله چې دتاریخ په رڼا کې موږ د خپلواکۍ د ګټلو شور او زوږ ته ګورو، نو ويلی شو، که چېرې د افغانستان پاچا د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په پرتو افغانانو غږ کړی وی، نو د ډيورنډ د کرښې ناسور زخم يې جوړولی شو. پدې ما نا چې د لوى افغانستان خپلواکي يې اعلان کړي وي… 

ښايې امان الله ته به د ده سلاکارانو او یا د امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان درباريانو هم کومه کيسه د ډيورنډ د دښمنۍ په تړاو چې له افغانانو سره يې درلوده نه وي کړې، چې موږ دلته دده د ناوړه چلن يوه بېلګه د امير پر وړاندې د ګواښ په توګه راووړ چې ډيويډ لاین ورته اشاره کړې ده: 

برېتانيا غواړي د ۱۸۷۳ کال د تړون پر بنسټ سرحد وټاکل شي، په دغه تړون کې افغانستان د روسيې او برېتانيې تر مينځ يوه بېطرفه سيمه بلل شوې وه. شېرعلي د دغه تړون د لاسليک لپاره شيملې ته تللی وو. 

عبدالرحمن خان اسويلي وکيښ او وې ويل، چې شېر علي يو احمق انسان وه… 

په دغه کار سره، د ده پر وړاندې ټولې لارې وتړل شوې… هغه ته کومه پښه پاتې نشوه چې پرې ودرېږي، اړ وو چې په سر ودرېږي. 

څو ورځې نورې هم تېرې شوې، امير له برېتانويانو نه يو شمېر نور ليکونه او نخشې هم وغوښتې… 

ډيورنډ وېره درلوده که خبرې نورې هم وځنډېږي ښايي ستونزې جوړې شي. 

دلته د پيني يادونه وشوه، هغه پرته د امير له سلا نه د امیر د وسلو کار خانې ډيورنډ ته ور وښودلې. نوموړي ډيورنډ ته هغه کيسه هم وکړه، چې يو چا امیر ته تلېسکوپ ورکړی وو. 

امير ورته وويل: آيا له دې څخه کومه وسله جوړېدلی شي. 

له دې څخه څرګندېږي چې امير له وسلې سره د هېواد د ساتنې لپاره ډېره مينه ښوده. 

انګرېزانو ته دغه ګونګسې هم رسېدلې وې، چې امير د روسيې له لوري ځان ډاډه کړی وه، په دغه لړ کې «لانسډون» انګېرله چې امير ښايي له روسيې سره داسې تړون کړی وي، چې روشان، شفنان او د امو سين ختيخې به بېرته امير ته پرېږدي او امير به روسانو ته په بدل کې د واخان د تنګي دعوې نه تېرېږي، سره ددې ټولو توطېيو چې د امير پر وړاندې روانې وې، ولې بيا هم ده له روسانو او انګرېزانو سره ډغرې وهلې. 

په دې تړاو ډيورنډ په يوه ليک کې لانسډون ته وکښل: زه چې هرڅه وکړم بيا مې هم په هغه زړه سوځي، هغه په يوازې سر لګيا دی له برېتانيې او روسيې ډغرې وهي، بيا هم امير ستونزې درلودې او ډيويډ لاين د امير او ډيورنډ د چڼو په اړه کاږلي دي امير د اسمار، چمن او وزيرستان په نه ورکولو ټينګار کاوه. 

ډيورنډ له ګواښونو سره سره ورته وويل، چې پدغې پرېکړې سره ډېره لږه شتمني له لاسه ورکوى. 

امير پوه شو چې نشم کولی له روسانو او انګرېزانو سره يو ځای وجنګېږم نو بيا يې د اجارې په بڼه د پيسو يو لست د وزيرستان، د شاګۍ، دشترګردن… او نورو سيمو ورته واستوه. 

ډيورنډ دا له خندا او ملنډو ډک ليک احمقانه وباله. 

نږدې شپږ اونۍ وروسته د نوامبر په ۱۲ مه معامله ترسره شوه او له دې سربېره ډيورنډ د واخان تنګی يوه بېطرفه افغان سيمه وټاکله. 

د انګرېزانو دغه لاسوهنې پر همدې ځای پايته ونه رسېدې، ان خپل لاسونه يې د امان الله تر واک او ځواک پورې را وغوځول، کنه له امان الله سره د سيمې په تړاو ډېره لویه نخشه موجوده وه، چې ترسره نشوه. 

 

اخځلیکونه  

ظفرکا کا خیل،پښتانه دتاریخ په رڼا کې ۱۷۹مخ 

لودیک امیک…۲۷۶-۲۷۷مخ 

جرنیل دنجات تاریخ ۱۸۴ مخ 

دافغانستان دبهرنیواړیکو تاریخ ۲۷۴مخ 

ستیوار ت… ۵۲۰مخ  

هملتن لندن چاپ ۲۹۸ مخ 

ډیویډ لین دوه پېړۍ…۱۴۰—۱۴۲مخونه 

مروت فضل رحیم،په افغانستان کې… 

غوث عبد الصمد سقوط…۹۳ مخ 

هستری اف افغانستان … 

رابرتس ،دبرتانوی هند تاریخ  

سایکس ،دیورنډ…۲۰۷ مخ 

تاج التواریخ،امیر عبد الرحمان… 

سټیوارټ،په افغا نستان…۳۷مخ 

دبرتا نوی هند ارشیف… 

ایبک ظفر حسن ،۱۷۹خا طرات..۱۸۸مخ 

نوی ډیلي …سندونه 

هملتن، افغانستان لندن چاپ۲۹۸مخ 

سټیوارت،افغانستا ن… 

ټېټلر، افغا نستان…۲۱۳مخ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب