شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پښتورګي تیږه| ډاکتره لیمه جهش

د پښتورګي تیږه| ډاکتره لیمه جهش

د پښتورګو تيږې چې د Renal calculi ،Niphrolithiasis يا د isurolithias)په نامه یادېږي، له منرالونو او مالګو څخه جوړېږي او په بدن کې زيرمه کيږي.

خواړه، د بدن ډیر وزن، ځینې طبي شرایط، او ځینې نور اضافي توکي او درمل د پښتورګو تیږو عمده عوامل ګڼل کیږي.

د پښتورګو تیږې ستاسو د ادرار د لارې په هرې برخې باندې تاثیر کولی شي.

له پښتورګي څخه زیاتره وخت ستاسو په مثانه کې هم تیږې رامنځته کیږي.

کله چى ادرار متمرکز شي نو معدنيات رسوب کوي او په پايله کې سره يو ځاى کيږي او تیږه جوړيږي.

د تيږو تيریدل د وجود دننه د ډير درد لامل کيداى شي.

که چيرې له لومړیو پو شئ چې د ګردې تيږه لرئ نو طبيب ممکن تاسې ته صرف د درد مسکن درکړي او د ډيرو اوبو څښلو توصيه درته وکړي.

اما که چيرې د ګردې تيږه ډيره لويه يا پيچلې شي او د ادرار له لارې ځای پيدا کړي چې دلته د ادرار مختلفه نوعه د ادرار د انتاناتو سبب کيږي چې ممکن دا تيږه د جراحي له لارې له منځه لاړه شي.

علايم:
په لومړيو کط نښې او علايم نه لري تر دې چې په پښتورګو کې حرکت ونه کړي چې حرکت يې له پښتورګې مثانې ته ځي.

که چيرې دا تيږه له پښتورګې حرکت وکړي او په نل(ureter) کې بنده شي نو لاندې نښې او علايم لري.

۱:ـ شديد درد د پښتورګو شاوخوا
۲:ـ شديد درد د خيټې ښکته طرف کې
۳:ـ د ادرار کولو په وخت کې درد
۴:ـ د ادرار رنګ سور يا قهوه رنګه وي
۵:ـ تهوع او استفراق
۶:ـ زر زر ادرار ته ضرورت کېدل اما کم
۷:ـ تبه او لړزه په هغه صورت کې چې عفونت موجود وي.

چې درملنه يې په اوله کې ډيره اسانه ده چې د درد مسکن او د پاکو اوبو په ډيرو څښلو سره ښه کیږي داسې چې د بدن د اړتيا وړ اوبه د بدن پوره شي.

د مخنیوي لارې چارې

– ميوه او تازه سبزيجات باید وخوړل شي.

– هغه خواړه چې ويټامين لري باید زیات وکارول شي.

-الکاليني خواړو څخه استفاده، د ژوند منظم رژيم پوره غذا خوړل او ورزش کول.

هیر مو نه شي چې وقايه له تداوي بهتره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب