شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمعصوم ستانکزی: په پلمو د سولې فرصت ضایع کول د ولس په...

معصوم ستانکزی: په پلمو د سولې فرصت ضایع کول د ولس په حق کې جفا ده

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱)  په دوحه کې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزی وايي، په پلمو د سولې د خبرو فرصت له لاسه ورکول د افغانانو دله حق سره جفا ده او باید سولې ته رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړل شي.

د حکومت د مرکچي پلاوي مشر دا خبرې داسې مهال وکړې چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړیو له ایران وروسته روسیې ته سفر وکړ او هلته یې د لنډ مهالي حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کړه.

معصوم ستانکزي پر خپل ټوېټر لیکلي: « د افغانستان او اسلامي نړۍ عالمانو په هیواد کې جنګ او وینه تویدنه حرام، د جنګ بندیدل او اوربند یې واجب ګڼلي دي. په پلمو د سولې فرصت ضایع کول د ولس په حق کی جفا ده.»

نوموړي د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عباس ستانکزي هغې خبرې ته چې ویلي یې دي، ولسمشر غني دې د سولې لپاره استعفا وکړي په افغانستان کې به یو اسلامي حکومت حاکم او سوله رامنځ ته شي په غبرګون کې لیکلي:

«د اسلامي نړۍ عالمانو په افغانستان کې جنګ او وینه بهیدنه حرامه ګڼلې او افغان علماء د اسلامي نړۍ د علماوو په حضور کې چمتو دي چې د جنګ نه مشروعیت ثابت کړي.»

د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر دغه راز لیکلي چې جنګیالي باید نور د قرآن او سنت له احکامو څخه په تیارو کې ونه ساتل شي او روان جنګ ته دې د پای ټکی کیښودل شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار، وحید عمر نن په کابل کې یوې خبري غوڼدې ته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت تیار دی چې په هره موضوع کې طالبانو ته د استدلال له لارې قناعت ورکړي.

هغه وايي، طالبان باید د سولې خبرو ته حاضر شي او جګړه نوره پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه: «شل کاله کیږي چې طالبان د افغانانو خلاف جګړه کوي، دوی نور باید سولې ته د رسېدو لپاره له سوله ییزو لارو چارو استفاده وکړي.»

ښاغلي عمر د عباس ستانکزي د خبرې په ځواب کې وویل چې حکومت چمتو دی، څو د سولې په بهیر کې قرباني ورکړي، خو زیاتوي په دې شرط چې بالاخره سوله له ډموکراټيک بهیر او په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د مشر ټاکلو باندې پای ومومي.

د ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار، همدا راز وویل چې افغانان هغه سوله غواړي چې په وینا یې لاسته راوړنې یې پکې خوندي او د آرام ژوند خاوندان شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وروستۍ ناندرۍ داسې مهال دي چې روانه میاشت په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرې پيل شوي، خو تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

3 COMMENTS

  1. رنګ مو ورک شه ټول و طن مو د پردیو په زور او زر شل کاله کیږي ګروګان نیولی، خبري لا هم تاسو کوئ.

    که خبره په اسلامی جمهوریت حل کیږي او د ویني تویولو مخه نیوله کیږي… نو مشکل په څه کې دی؟

    که رښتیا جنګ غواړئ او زور یې لرئ، را وغواړئ خپل چوچ وپوچ له غربه یا چاریار، جګړه به تیزه کړو…

    کنه نو خوشي چټیات مه بادوئ!

  2. نوم به یې محمد وي ، خو قربان له جناب حضرت محمد ص . خدای خبر چې د کوم هېواد جاسوس به وي . لاهم د افغانانو او مسلمانانو وینو بهېدو ته تږی او د چهاریارکبارو رض په نوم به د جګړې تېزولو شعار ورکوي . جنګ افغانستان ، دفاع پنجاب .

  3. خوارکیه واحدګیه!

    ستا یې زما په نوم څه غرض. پاته شوه د جاسوسي خبره، نو څه درته ووایم، سخت بې شعوره ډرته دي کښلې ده.

    که ټامیان په قدرت کې پاتي شي او زه یې تایید کړم، بیا خو نو ښه سړی یم، خو که در سره ومې نه منله بیا نو پنجابی سوم. بې ننګي سخت به زور کې ده.!!!

    ته ړوند یې دا ستا د زرکلن په باچهي کې خو تر شپیته زره زیات یوازي عسکر مړه شول، هاغه ملکیان او ستاسي د سترګو اغزي طالبان خو ګرد سره شمارم لانه. ځکه هغه خو ستا له سترګو افغانان لا نه دي. شرم ښه دی، حیا ښه ده. کاشکي خرڅیدلای چې درته مې اخیستې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب