شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهوحید عمر: تیار یو چې طالبانو ته په هره موضوع کې د...

وحید عمر: تیار یو چې طالبانو ته په هره موضوع کې د استدلال له لارې قناعت ورکړو

تاند (شنبه د دلوې ۱۱) په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر وایي، افغانان او خبریالان دې له طالبانو وپوښتي چې په دومره موده کې یې د سولې راوستو لپاره څه کړي او کومه قربانۍ یې ورکړې ده.

ښاغلي عمر نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، تیار یو چې طالبانو ته په هره موضوع کې د استدلال له لارې قناعت ورکړو.

د نوموړي په وینا، د افغانستان حکومت د سولې راوستو لپاره ډېر قربانۍ ورکړي دي، خو برعکس شل کاله کېږي چې طالبان د افغانانو خلاف جګړې کوي.

هغه وايي چې افغان حکومت له یادې ډلې سره د مذاکراتو لپاره ټیم چمتو کړ، هغه چې طالبانو یې غوښتنه کوله، دغه راز له خپلو زندانونو یې ددې ډلې ۵ زره بندیان خوشې کړل او ډېر هغه څه یې وکړل څو افغان ولس یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د وحید عمر په خبره طالبانو ددې هر څه سره سره د سولې لپاره هېڅ هم ونه کړل، د خپلو بندیانو د خلاصون په بدل کې یې چې کومې ژمنې کړې وې پر ځای نه کړې او ددې پر ځای چې په هېواد کې یې تاوتریخوالی کم کړی وی لاپسې ډېر کړی دی.

په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وویل، د طالبانو مرکچي پلاوی د حکومت مذاکراتي پلاوي سره ناستو ته علاقه نه لري.

هغه وايي، دوه اونۍ کېږي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړي په قطر کې دي، خو طالبان د خبرو مېز ته نه حاضرېږي.

نوموړي ټینګار وکړ که طالبان هر ځای او په مذاکراتو کې هره موضوع غواړي دوی تیار دي، خو په خبره یې دغه ډله دې ځان خپلواک ثابت کړي او د نورو په خوښه دې پرېکړې نه کوي.

وحید عمر په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو اوازې زیاتې شوي دي، تازه تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرسیتال شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري ناستې ته وویل، که ولسمشر غني استعفاء ورکړي دوی چمتو دي چې سوله وکړي.

خو د نوموړي دې څرګندونو ته د افغانستان حکومت په غبرګون کې وویل چې د ولسمشر دنده د اساسي قانون ساتنه ده او واک به هغه چاته وسپاري چې د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

اخوا بیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن شنبه د موقت حکومت د جوړېدو طرحې په غبرګون کې وویل چې هیڅ چاته به اجازه ورنکړي څو په افغانستان کې پردۍ اجنډاوې تطبیق کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب