شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+لډو یا چکه پیژنۍ؟

لډو یا چکه پیژنۍ؟

تاند (شنبه د دلوې ۱۱) لډو چې تر ډېره پښتانه یې د چکې په نوم پيژني، نړۍ کې په بېلا بېلو نومونو یاديږي.

د لډو لوبه اوس په افغانستان کې ډېره رواج شوې او تر ډېره یې ځوانان په بنډارونو او ناستو کې د ساعت تیرۍ په موخه کاروي.

د لډو یا چکې لوبه د هندي (پچيس)  یو پرمختللی شکل بلل کیږي او په لرغوني هند کې پخوا د خلکو تر منځ یو خاص رواج وو.

یاده لوبه تر نورو وختونو په لرغوني هند کې د جلال الدین په وخت کې د خلکو یوه عمده او خاصه ساعت تیري وه.

لډو (چکه) په ۱۹۰۷ کې د جرمني Josef Friedrich Schmidt لخوا رامنځ ته شوې ده.

کله چې لډو رامنځ ته یا جوړه شوه نو نوم يې Mensch ärgere Dich nicht  پرې کېښود چې د نوم اصلي معنا یې ( سړیه مه غوصه کیږه ! ) ده.

لډو لوبه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په ډول ډول نومونو يادېږي او په هره سيمه کې يې اصول او د‌ کولو رولز توپير سره لري.

لکه څنګه چې مخکې وویل شول، یاده لوبه مختلف ډولونه لري چې په هند او پآکستان کې یې خلک د قیمار په توګه هم کاروي او پیسې پرې ږدي.

افغانستان کې هم د پخوا په پرتله لډو ډېره رواج شوې خو د خوشبختۍ خبره دا ده چې دلته یې خلک یواځې د ساعت تیرۍ په موخه کاروي او د قیمار له ډولونو سره یې بلدتیا نلري، یا یې د اسلامي حکم پر اساس ناروا ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب