شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: د کابل لپاره د طالبانو سرپرست والي ونیول شو

ملي امنیت: د کابل لپاره د طالبانو سرپرست والي ونیول شو

تاند (شنبه د دلوې ۱۱) کابل لپاره د طالبانو سرپرست والي او د څو مرکزي ولایتونو پوځي مسؤل نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست نن شنبه مازدیګر مهال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نیول شوی کس محمد نومېږي او په حاجي لالا مشهور دی، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دغه کس کله نیول شوی دی.

ملي امنیت تر اوسه په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې د یوې ښځې په ګډون د ۱۴ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی و.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو د ترهګریزو فعالیتونو په تور د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.

د نوموړي په وینا، نیول شوې ښځه چې ځان یې د ملي امنیت همکاره معرفي کړې وه او امنیتي ځواکونو ته به یې غلط معلومات ورکول، د طالبانو نژدې غړې ده او هغوی سره یې په مستقیم ډول همکاري درلوده.

طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب