شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+خوشال بابا، په توره کې نومیالی او په قلم کې ننګیالی| جنرال...

خوشال بابا، په توره کې نومیالی او په قلم کې ننګیالی| جنرال دولت وزیري

خوشال خان خټک که په توره کې مېړنی و، د پیاوړي قلم خاوند هم و او د ژوند په هره برخه کې یې لارښوونې او سپارښتنې د کاڼې کرښې دي.

په هره ټولنه او هېواد کې ډېر داسې کسان شته، چې بشپړه پېژندنه يې په څو لنډو کرښو کې کېدلای شي، خو بیا په همدغو ټولنو کې داسې اشخاصو ژوند کړی وي، چې بشپړه پېژندنه يې کتاب څه چې کتابونه، کال څه چې کلونه نیسي، خو بيا هم بشپړه پېژندنه يې نيمګړې وي.

داسې یو شخص د پښتونخوا ستر شاعر، لیکوال، پوه، ادیب، نومیالی، ننګیالی، توریالی او د لوړ شخصیت خاوند د تورې او قلم خان او خاوند خوشال  خان خټک و.

نوموړي له ۱۰۲۲ څخه تر ۱۱۰۰ هجري قمري کلونو تر منځ ۷۸ کاله ژوند وکړ. دی یوازې د تورې او د جګړې د ډګر خان نه و، ده به له تورې سره قلم څنګ پر څنګ ګرځاوه او د مبارزې له پاره يې یوازې پر توره بسنه نه کوله، قلم ته به يې له تورې څخه زیات اهمیت ورکاوه، نو ځکه په لنډو ټکو کې د نوموړي پېژندګلوي د تورې او د قلم خان په نامه شوې ده.

خوشال روهي لیکي:

«خوشحال خان خټک پر داسې مهال نړۍ ته سترګې وغړولې، چې پښتانه بېخي خواره واره وو او عمدتاً د دوو لويو امپراتوريو (مغولي هند او صفوي فارس) د اغېز پر سيمو وېشل شوي وو. په دې وخت کې پښتانه د يو واحد ملت يا قوم په توګه نه، بلکې د جلا جلا قبيلو په بڼه (لکه غلجي، ابدالي، خټک ، اپريدي ، يوسفزي …) مطرح وو.»

ښاغلی روهي لیکي چې خوشال خټک که له یوې خوا د قوم د ویښولو لپاره هڅې کولې، په عین حال کې یې د یووالي لپاره هم توره او قلم چلاوه:

«همداراز په دې وخت کې د پښتنو يو مهم پاڅون يعنې روښاني غورځنګ خپلې وروستۍ سلګۍ وهلې. روښاني غورځنګ که څه هم اکثره پيروان يې پښتانه وو ، مګر بنسټ يې مذهبي او تصوفي و او مغولو هم دوی د کفر او الحاد په نامه وټکول او نېست يې کړل . نو خوشحال خټک په همدغسې يوه خلا او دپښتنو د بشپړ انتشار په حالت کې نړۍ ته راغلو.»

د تورې او قلم خان به تل توره تر ملا د وخت د استبداد پر ضد به يې په توره او د جهالت او نادانۍ پر ضد به يې په قلم  مبارزه ورځنی ژوند و. ده به ویل:

« د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال  خټک یم»

ده په زغرده ويل چې:

« کل ګټنه ده د تورې

که کابل دی که کشمیر

مېړني دي چې یادېږي

هم په سندرو هم په ویر»

 د هر چا له پاره يې د عزت ژوند ستر ویاړ ګانه او بې عزته ژوند يې بېغیرتي ګڼله او ویل به يې:

«د سړي هومره ښادي ده

چې په زړه کې يې همت شته

سر هاله په تنه ښه دی

که د سر سره عزت شته»

ده به بې ننګه انسانانو ته پیغور ورکاوه او ننګ به يې د انسانانو د عزت او ښکلا ګاڼه گنله او ویل به يې:

 «ننګیالي د ننګ له پاره

په هر څه لګوي اور

چې په نام او ننګ اړ نه وي

که تل ژوی مخ يې تور »

او يا دا چې:

« جهان شرم، نام و ننګ دی

که دا نه وي جهان ړنګ دی

چی وفا ور سره نه شته

ګل به څه کړي چې خوشرنګ دی »

دی په ډیر ټینګار سره وايي چې:

« د نامرد د مرد په دا تفاوت وشو

په نامرد شرم اسان دی، په مرد ګران دی »

او یا دا چې:

« چې د ننګ په چارو نر نه وي خوشال

چې يې نر ویني په سترګو هم ماده دی »

د تورې خان به په پت او عزت کې په ژوند کولو ټينګار کاوه او له بې پته او بې عزته ژوند يې مرګ ښه ګنلو، نو ځکه به يې ویل:

 « سر دې درومي، مال دې درومي پت دې نه ځي

د سړي د چاري کل خوبي په پت ده »

دی د علم او پوهې پلوی و او پر دې يې باور درلود څرنګه چې نادان او جاهل ځان ته بلا وي، ټولنې او نورو ته هم بلا وي.

ده به ویل:

 « نادان ځان لره بلا دی

هم جهان لره بلا »

خان بابا په دې باور و چې له خپل هیواد، خپل دين او خپلې ژبې سره مينه د هوښيارو کسانو کار وي، هر څوک خپل ځان ته کار کوي، که څوک له نورو څخه د خدمت تمه کوي لویه اشتباه کوي او ویل به يې:

« د خپل دین، د خپل ملت خپله ثنا کړي

مؤمنان دي، که ترسا دي که جهود دي »

ده به ویل، په هر کار کې همت په کار دی، بې همته کسان هیڅکله په هیڅ کار کې بریالي نه وي او همت کول د هر چا کار هم نه دی، لکه چې وايي:

« چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي »

او یا دا چې:

« که فلک دی د زمري په خوله کې ور کا

د زمري په خوله کې مه پریږده همت »

وايي، افغانانو په بې اتفاقۍ کې اتفاق کړی دی. خوشال  بابا به تل د افغانانو له بې اتفاقۍ زوریده او ویل به يې:

« هر چاره د پښتانه تر مغل ښه ده

اتفاق ور څخه نشته ډیر ارمان »

او یا له ډیر درده به يې ویل:

« که هر څو يې سازومه نه سازیږي

پښتانه دي د کږو تیږو دیوال »

ده د افغانو تر منځ د وروروژنې سر ټکاوه او په ډیر افسوس به يې ویل:

« په بل غشي ، بل ټوپک ویشتلی نه يم

که ویشتلی یم بیا هم په خپل ټوپک يم

اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو

ګنې ما به د مغل ګریوان پاره کړ

سره یو تر بل اخته دي په خپل کور کې

په نفاق يې غم و ما ته اجاره کړ »

او یا دا چې:

« پښتانه واړه بد خوی دي

کور په کور کاندې غورځي

یو چې سر کاندې لږ پورته

بل يې ووهي مغزي »

ده په دې ټینګار سره ویل، چې د خداي رضا د انسانانو په وژلو کې نه ده، بلکې د خدای رضا او ښه سړیتوب د خدای تعالی د مخلوق په خدمت کې ده، ویل به يې:

« چې د خلکو نیک خواهي لري په زړه کې

مبارک شه پادشاهي لري په زړه کې

که يې غوږ د دانشمند په نصیحت وي

څه عجیبه اګاهي لري په زړه کې

د ناصح په نصیحت به سړی نه شي

هر سړی چې تباهي لري په زړه کې

د مردانو په معراج ورتلای نه شي

که د سعې کوتاهي لري په زړه کې

په هغه هنر کې ټينګ اوسه خوشاله

هر هنر، چې سپاهي لري په زړه کې »

خان بابا به تل د پلید کس پر ضد و او تل به يې خبیث او پلید رټل اوویل به يې:

« چې بد نه کاندي خبیث

نور به څه کاندي خبیث

ځینې تمه د ښو مه کړه

کله ښه کاندي خبیث

چې د بل ښېګڼه ویني

ځان اوبه کاندي خبیث

که يې ځای وکړي په زړه کې

 خوږ دې، زړه کاندي خبیث

چې جهان ور ځینې خلاص شي

خدای دې مړه کاندي خبیث

د میږي غوندې خوشال ه

الوتکه کاندي خبیث »

او یا دا چې:

« چې در سره کښیني یو څو شیطانه

یاران به ليرې کړي له خپله ځانه

سود به دې نه وي بیا به ارمان کړې

ارمان به یوسې تر ګورستانه »

خوشال  خان خټک په جرګو او مرکو باور درلود، تل به يې جرګې د لانجو د حل له پاره غوره ګڼلې او ویل به يې:

بې جرګې نه به هيڅ کار په لاس وانخلي

که خبر وي د جرګې په برکت

او یا دا چې:

« مردان نه جنګ کا، سبا اشتی کا

چې سره کښیني صلح و صفا کړه

څو يې ژړا وي هومره خندا وي

څو يې جفا وي هومره وفا وي »

خان بابا وايي، هیواد ته خدمت کول د هغه چا کار دی چې د هیواد په قدر پوهیږي، ده به ویل:

 «کاڼي لعل د بدخشان، ګیاه کیمیا ده

چې يې نه پیژنی ته، ګناه د چا ده؟»

دی نصيحت کوي او وايي:

« د بلبلې قدر هم زده کړه ای کله!

که هر څو يې په دا خپل حسن زیبا »

دي عادل او هوښیار حاکمان د هیواد په ګټه بولي او وايي:

« چې بادشاه يې ستمګر شي خلک خوار شي

خدای دې نه کا ستمګر بادشاه د چا »

له هغو انسانانو هم سر ټکوي چې عمل يې د چارپایانو وي، نو ځکه وايي:

« اډمیت له ادمیانو نه خدای واخیست

تر دوو پایو نه بهتر وینم چارپا »

د خدای په لوی دربار کې د خپل ټاټوبي له پاره د دعا لاسونه پورته کوي او وايي:

« دا ګلشن دې همېشه تر و تازه وي

چې يې خیز د ښو ګلو کال په کال دی »

خوشال  بابا د پند او نصیحت، د ننګ او غیرت، د اتفاق او یووالي خبرو تر څنګ شوخ مزاج هم در لوده، ښکلی يې خوښېده او د خپل جانان او ښکلو په هکله به يې تل په زغرده خپل غږ پورته کاوه او ویل به يې:

« ما به څه پوښتنې چې څه لره زړه تنګ یم

ستا د تنګې خولې په فکر کې تنګدل یم »

دی د یار مینې ته دومره وفادار دی چې وايي:

« بت پرست کله د بت له مينې اوړي

زه که مینه د یار پریږدم، عار زما دی »

خوشال  بابا په مينه باور درلود او په دې باور و چې،

 « زړه چې مين شي ښایست نه غواړي خوب چې ظالم شي بالښت نه غواړي» نو ځکه ده به ویل:

« د لیلا سترګه یوه ګلداره وه

مجنون ته پاکه له عیب و عاره وه

چې پرې مئین وي عیب يې نه ويني

مینه له ځایه مګر، مکاره وه »

د خپلې محبوبې په هکله وايي:

« د میو مسته هغه محبوبه

درست په مشکو په ګلانو ډوبه ده

سر توره راغله، خورې يې زلفې

بوسه يې را کړه، تر قندو خوبه »

دا د تورې او قلم ستر خان د ۷۸ کلونو په عمر له دې نيمګړې نړۍ سترګې پټې کړې او خپل ستر میراث چې د ده فیلسوفانه اثار دي موږ ته د ډالۍ په توګه پریښودل.

په ۱۳۶۹ لمریز کال يې مزار ته ورغلم او ده ته د دعا په دفتر کې مې د ده روح ته د دعا څو کرښې تورې کړي. روح دې د ده ښاد وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب