شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سعودي له زندانونو ٩٨ نور افغان بندیان خوشې شول

د سعودي له زندانونو ٩٨ نور افغان بندیان خوشې شول

تاند (شنبه د دلوې ۱۱) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سعودي عربستان له زندانونو څخه ٩٨ افغانان خوشې او هېواد ته را ولېږدول شول.

د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، دغه افغانان د وېزې او اقامې د نه لرلو له امله د سعودي د پوليسو له خوا په بېلا بېلو سيمو کې نيول شوي و.

په بیان کې وړاندې راغلي، دغه کسان د سعودي په زندانونو کې بنديان و چې په جده کې د افغانستان د قونسلګرۍ  د هڅو په پايله کې خوشې او پرون په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته په وړيا توګه را ولېږدول شول.

باید وویل شي چې درې اونۍ مخکې هم ٣٤٩ افغانان د سعودي له زندانونو خوشې او کابل ته لېږدول شوي و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د روان کال له اسد مياشتې راهيسې تر اوسه په جده کې د افغانستان د جنرال قونسګرۍ په هڅو دوه زره ١٦٤ افغانان د سعودي له زندانونوڅخه خوشې او په وړيا توګه هېواد ته را لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې له دوبۍ څخه هم یو شمېر افغانان چې د یاد هېواد په زندانونو کې یې شپې ورځې تېرولې خوشې او خپل هېواد ته ستانه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب