شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې پر امنیتي ځواکونو موټربم بریدکې دمرګ ژوبلې ارقام ۱۸ ته...

ننګرهار کې پر امنیتي ځواکونو موټربم بریدکې دمرګ ژوبلې ارقام ۱۸ ته ورسېدل

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۱) د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د عامه نظم ځواکونو پر یوې پوستې په موټربم برید کې د مرګ ژوبلې ارقام ۱۸ ته پورته شول.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وایي چې په دې پېښه کې ۱۴ سرتېرې وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

په ختیځ کې یوې باوري امنیتي سرچینې بیا ویلي چې په دې پېښه کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۴ ټپيان دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو ویلي وو چې د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ ګندمک سیمه کې نن سهار د عامه نظم د سرتېرو پر یوې قرارګاه موټربم چاودنه کې د عامه نظم ۸ سرتېرې وژل شوي دي.

ولایتي چارواکو ویلي وو چې دا چاودنه د یادې سيمې ترازو پوسته باندې د هاموې موټر په وسیله شوی دی.

د دې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي رسنیو ته په استولې خپرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

++++++++++++++

د ننګرهار په شېرازدو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه موټربم چاودنې ۸ سرتېرې وژلي.

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۱)  دننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ ګندمک سیمه کې نن سهار د عامه نظم د سرتېرو پر یوې قرارګاه موټربم چاودنه کې د عامه نظم ۸ سرتېرې وژل شوي دي.

ولایتي چارواکي وایي چې دا چاودنه د یادې سيمې ترازو پوسته باندې د هاموې موټر په وسیله شوی دی.

د ولایت درسنیو دفتر وایي چې دغه راز افغان ځواکونو د شیرزادو بلال جومات سره نږدې د امنیتي ځواکونو له لورې له چاودیدونکو توکو ډک مازده ډوله موټر چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته راشي، موخې ته تر رسیدو وړاندې نیولی دی.

د دې پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي وایي په دې پېښه کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

++++++++++++++++

د ننګرهار په شېرازدو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه موټربم چاودنه شوې

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۱) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي چې نن سهار د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه موټربم چاودنه شوې.

د ولایت د رسنیو دفتر وایي د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې درانه مالي او ځاني تلفات هم اوښتي خو له کره کولو وروسته به یې رسنیو سره شریک کړي.

 بل لورته یو شمېر ځایي سرچینې  هم وایي چې په دې موټربم برید کې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب