شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا...

حمدالله محب: موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱) د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، موقت حکومت د پردیو لاسوهنې لپاره د دایمي فرصت مانا لري او دغه پردۍ اجنډا په افغانستان کې نه‌شي تطبیقېدای.

د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مسکو کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دوحې د تړون له مخې دې په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت رامنځ ته او ولسمشر دې د سولې لپاره استعفا ورکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار پر خپل ټوېټر لیکلي: « که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله. »

حمدالله محب دغه راز لیکلي، اوس مهال افغان ولس د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوه شوی دی.

«هغوی چې د سولې له مذاکرې سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې افغان ملت د ولسواکي پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی »

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم د ستانکزي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

هغه تېره ورځ د امریکا د اسپن امنیتي بنسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې په خبرو کې نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شوي‌دي.

په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه یادې څرګندونې داسې مهال کیږي چې روانه میاشت په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو، خو تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب