Homeخبرونهکابل او کندهار کې ماین چاودنو، ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل او کندهار کې ماین چاودنو، ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱) کابل ښار له نن سهار تر غرمې د دوو چسپکي ماین چاودنو ښکار وو چې د راپورونو له مخې، یادو چاودنو کې ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وايي، لومړۍ چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ پله سره نږدې رامنځ ته شوې، خو کوم چاته یې مرګ ژوبله نده اړولې.

فرامرز زیاتوي، دویمه چاودنه د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان مېنې ته څېرمه پر یو کرولا ډوله موټر پسې د چسپکي ماین له کبله رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د یادو دواړو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

په داسې حال کې چې دې وروستیو اونیو کې د کابل ښار هره ورځ د معمول په څېر له یوې تر څلورو چاودنو ښکار وي، خو حکومت یې لا هم په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د یوه بل خبر له مخې، کندهار ښار کې هم نن سهار د ملکي وګړو یو زرنج موټرسایکل د سړک غاړې ماین چاودنې ښکار شوی چې له کبله یې د یو ماشوم په ګډون د ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي چې نن سهار د پنجوايي ولسوالي اړوند “صالحانو” سيمه کې د ملکي وګړو پر زرنج موټرسایکل ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې د یو ماشوم په ګډون یې درې ملکي وګړي وژلي دي.

امنیه قومنداني دغه راز ادعا کوي چې ماین د طالبانو له لوري د سړک په غاړه ځای پر ځای شوی وو، خو وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...