شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات کې یو کس خپل پلار او یو بل قومي مشر وژلي

هرات کې یو کس خپل پلار او یو بل قومي مشر وژلي

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۹) د هرات ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چهارشنبه ناوخته د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یوه کس خپل پلار او یو قومي مشر وژلي دي.

د هرات د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وایې قاتل شیخ احمد نومېږي.

د فقیریار په خبره نوموړي خپل پلار خلیفه سیدنور او یو بل قومي مشرعبدالستار په ډزو وژلي دي.

ولسوال زیاتوي چې برید ګر له برید وروسته سیمې څخه تښتېدلی دی.

د یادونې ده چې وړمه ورځ ناپېژاندو وسله والو په هرات ښارکې یو قومي مشر او دیني عالم هم وژلی وو.

دا پېښه د هرات ښار نوآباد سیمه کې رامنځته شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې عام خلک په دې برخه کې پر امنیتي چارواکو نیوکه کوي.

دوی وایي له څو میاشتو راهیسې دا ډول وژنو زور اخیستی خو د یوې پېښې عامل هم پولیسو نه دی نیولی.

د دوی په خبره له هرې پېښې وروسته امنیتي چارواکي د عاملینو د نیولو خبره کوي خوبیا هېڅ نه کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب