شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې له ښکېلو لوریو د بېړني...

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې له ښکېلو لوریو د بېړني اوربند غوښتنه کړې

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۹) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مسوولان د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې  بېړنی اوربند وکړي.

د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې بې وزلي او نا امني ډېره شوې ده او ډېری حقوقي او مدني فعالین او خبریالان له هېواد په تېښته دي.

د نوموړې په خبره طالبانو او حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي او په دې توګه دې په هېواد کې د وېرې او وحشت خپره شوې تیاره لرې کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د مسوولانو په خبره تر ډېره هغه څېرې په هېواد کې له ګواښونو سره مخ دي چې د عدالت، جګړې ضد، سولې او امنیت لپاره یې مبارزه کړې ده.

آغلې شېرزاد هیله ښودلې چې ژر دواړه لوري د پیاوړي او سوله ییز افغانستان د جوړولو لپاره اوربند وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون داسې مهال د بېړني اوربند غوښتنه کړې چې افغان حکومت له دې وړاندې په ځلونو وسله والو طالبانو ته د اوربند وړانديز کړی خو وسله والو طالبانو بیا دا وړاندیز رد کړی دی.

افغان حکومت، عام افغانان، د بشري حقونو په برخه کې کاري ادارې ټول له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه کوي خو وسله وال طالبان بیا وایي چې تر اوربند وړاندې ورته دنظام بدلون لومړیتوب لري.

د عامو افغانانو په باور اوس اړتیا ده چې اوربند وشي او د بې ګناه خلکو وینه تویونه بنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب