شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا؛ د دوحې پر تړون کتنه کوي او خلیلزاد به خپل...

امریکا؛ د دوحې پر تړون کتنه کوي او خلیلزاد به خپل ماموریت ته دوام ورکوي

تاند(پنجشنه، دلوې ۹)د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وايي، غواړي پوه شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې څه راغلي دي، او طالبان څه غواړي.
نوموړي د هوکړې په اړه وویل، نوي اداره غواړي چې پوه شي د پخوانۍ ادارې او طالبانو ترمنځ څه تېر شوي او د دوی په هوکړه کې څه شامل دي.

انتوني بلینکن تایید کړې چې د خلیلزاد د کار موده یې غځولې ده.

بلېنکن همدا راز په خپلو خبرو کې د افغانستان د سولې مسئله حیاتي بللې ده او پر خلیلزاد یې غږ کړی دی چې دغه حیاتي مسئله ژر تر ژره حل کړي.
انتوني تر دې وړاندې هم ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅه کوي خو تر څنګ یې غواړي چې په دغه هېواد کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې هم وساتي.

نوموړي دغه راز ویلي وو چې د سرتېرو ایستل به یې په افغانستان کې په روانو شرایطو پورې تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې ټینګار کړی و چې له طالبانو سره شوی تړون به له سره بېرته ارزوي او ځان به پرې پوه کوي.
د تېرې شنبې په ورځ د امریکا د نوي حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار جېک سالېون له حمدالله محب سره په خبرو کې ویلي و، له طالبانو سره شوی تړون به بېرته ارزوي او ګوري به چې طالبانو پر خپلو ژمنو څومره عمل کړی دی.

په ورته وخت کې بیا د طالبانو ویاند هم د امریکا د نوي حکومت خبرو ته په ځواب کې وویل، طالبانو له امریکا سره په هوکړه عمل کړی دی او کوي هغه زیاته کړه، هیله لري چې امریکا هم په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوی وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو یو پلاوی د ملا برادر په مشري تازه ایران ته  تللی او ایران په سیمه کې هغه هیواد دی چې امریکا یې پر ضد ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب