شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د داعش ډلې، د ښاري شبکې غړی نیول شوی

ننګرهار کې د داعش ډلې، د ښاري شبکې غړی نیول شوی

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۹) د ننګرهار ولایتي چارواکي خبر ورکوي چې د یاد ولایت جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې ملي امنیت ځواکونو په یوه کور عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې د داعش ډلې ښاري شبکې غړی ژوندی نیول شوی دی.

 د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوی کس عبدالصمد نومیږي، د داعش ډلې د ښاري شبکې مسئول او ماین جوړوونکی وو.

خبرپاڼه وایي، نوموړي سره درې کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، يو ميل بريټا تومانچه، دوه شاژورونه، نهه عدده د ماين فيوزونه، پنځه متره لين او څلور سيټه مبايلونه هم نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو جلال اباد ښار کې له یو رکشا چلوونکي سره دوه کړئ ماینونه چې له ټیلیفون سره عیار شوي وو نیولي وو.

د یوه بل خبر له مخې، ناڅرګندو وسلوالو نن سهار ۸:۳۰ دقېقې د هډې فارم غربي لوري ته د جرغونډۍ نومي سیمه کې د ننګرهار د مستوفیت دوه تنه کارکوونکي چې دندې ته په لار وو، وژلي دي.

د مامورینو هویت لا ندی څرګند شوې او بریدګر له سیمي څخه په تېښته بریالي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب