شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو د طالبانو له زندان څخه ۳۲ زندانیان ازاد کړي

افغان ځواکونو د طالبانو له زندان څخه ۳۲ زندانیان ازاد کړي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۹) ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو بغلان کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو زندان مات کړی او ۳۲ تنه زندانیان یې ترې ازاد کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات تېره شپه د بغلان ولایت د «ډنډ شهاب الدین» سیمه کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه وایي، خوشې شویو زندانیانو کې ۱۲ افغان سرتیري او ۱۰ تنه ملکي کسان شامل دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه دغه راز وایي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه طالبان له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو عملیات کړي او له دې زندانونو یې ملکي وګړي او افغان سرتېري خوشي کړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب